ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مشرانو جرګې ثريا دليل په اداري فساد کې پر لاس لرلو تورنه کړه

26 Sep 2012 - 16:55
26 Sep 2012 - 16:55

کابل (پژواک ٥ تله٩١): د مشرانو جرګې د شکايتونو د اورېدو کمېسيون مشر د عامې روغتيا وزيره په اداري فساد کې په لاس لرلو او سليقوي چلند تورنه کړه، خو وزيرې دغه تورونه په کلکه رد کړل.

د عامې روغتيا وزيره ثريا دليل نن د مشرانو جرګې ياد کمېسيون ته غوښتل شوې وه، ترڅو په اړه يې شته شکايتونو ته ځواب ووايي.

د دغه کمېسيون مشر ډاکتر زلمي زابلي وويل، چې د عامې روغتيا له وزيرې ثريا دليل د اداري فساد او سليقوي چلند په اړه ١٥٠ ليکلي شکايتونه دوى ته رسېدلي دي.

د ده په وينا، په دغو شکايتونو کې راغلي، چې په کابل کې د جمهوريت او شيخ زاهد روغتونونو او په ننګرهار کې د ١٠١ بستريز روغتون د ودانيو د جوړونې چارې پاى ته رسېدلې، خو د عامې روغتيا وزيره نه غواړي، چې دغه ودانۍ پرانيزي.

د ده په وينا، د شکايتونو له مخې، د پکتيا د عامي روغتيا رييس محمدنادر نادري، د دايکنډي د عامې روغتيا رييس محمد حسين مظفري، د بدخشان د عامي روغتيا رييس عبدالمبين، د عامي روغتيا وزارت مالي مشر ډاکتر د ستګير فضيلت او د دغه وزارت روغتيايي امر عبدالقادر، د د ليل د شخصي سليقې له مخې له دندې ګوښه کړاى شوي دي.

زلمي زياته کړه، چې د دليل د سليقوي کړنو له مخې، د دغه وزارت د عدلي طب، د پاليسۍ رياست، د بهرنيو اړيکو رياست، د ولايتونو د اړيکو رياست او د تدارکاتو د رياست ترڅنګ يو شمېر نور رياستونه او لوړ پوستونه، له تېرو دوو کلونو راپه دېخوا د سرپرستانو له خوا اداره کېږي.

دغه راز زلمي د يادو شکايتونو له مخې زياته کړه، چې د عامې روغتيا وزيره، د خپل مېړه په ګډون دېرش تنو ته له څلورو زرو تر شپږو زرو ډالرو مياشتنى معاش ورکوي.

د هغه په وينا، ګلوبل فنډ د سل ناروغۍ د مخنيوي لپاره د عامې روغتيا له وزارت سره د ٨،٤ ميليونو امريکايي ډالرو مرسته کړې خو د دې مرستو مکتوب د وزيرې له مېز څخه ورک شوى دى.

خو ده د دغه مکتوب د ورکېدو په اړه نور جزئيات ورنه کړل.

زلمي د يادو شکايتونو پر بنسټ زياته کړه، چې د ٨ ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت د سيروم جوړولو يوه دستګاه پېرل شوې، خو وزيره يې د فعالېدو امر نه ورکوي او وسايل يي په ډيپوګانو کې د له منځه تلو په حال کې دي.

هغه له ثريا دليل څخه غوښتنه وکړه، چې د يادو شکايتونو په اړه ځواب ووايي او وروسته به دى د اسنادو له مخې نورې پوښتنې هم مطرح کړي.

خو د عامې روغتيا وزيرې ثريا دليل وويل، چې دې د ياد وزارت د وزېرې په توګه هر څه د قانون له مخې کړي او هېڅ ناقانونه کار يې نه دى کړى.

دغه راز دې وويل، چې د شخصي سليقې له مخې يې نه څوک له دندې ګوښه کړي او نه يې هم ګومارلي دي.

دليل زياته کړه، چې د چارو د سمون لپاره اړينه ده، چې ځيني کسان له دندو ګوښه او ځيني نور يي پر ځاې وټاکل شي.

دليل وايي: ((د جدي کارونو لپاره جدي اقدماتو ته اړتيا ده.))

هغې زياته کړه، چې له دندې د هر کار کوونکي د لرې کولو او يا پر دنده د ګومارلو په اړه اسناد لري.

دا وايي: (( هر څوک دوست او دښمن لري، پر ما لګېدلي تورونه ردوم.))

خو د مشرانو جرګې د شکايتونو د اورېدو کمېسيون رييس زلمي زابلي د دليل خبرې پرې کړې او ورته ويې ويل: ((تاسو يو وزير ياست، وزير بايد دروغ ونه وايي، ټولې خبرى دې دروغ دي، موږ ته د رسېدلو شکاياتو په اړه هېڅ ځواب نه لرې.))

زابلي د کمېسيون د غړو په سلا د عامې روغتيا وزيرې ته د يادو شکايتونو پاڼې ورکړې او يوه اونۍ وخت يې ورکړ ترڅو په اړه يې کمېسيون ته ځواب ووايي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version