کابل (پژواک ١٥ کب ٩٠): ولسي جرګې ته معرفي شوو ټولو نهو کانديد وزيرانو نن د باور رايه ترلاسه کړه.
شاوخوا دوه اونۍ مخکې ولسمشر حامد کرزي محمد اسماعيل د اوبو او برېښنا وزارت، انجنير اميرزى سنګين د مخابراتو وزارت، ډاکتر ثريا دليل د عامې روغتيا وزارت او ډاکټر حسن بانو غضنفر د ښځو چارو وزارت لپاره د کانديد وزيرانو په توګه جرګې ته ور وپېژندل.
دغه راز ډاکتر عبيدالله عبيد د لوړو زده کړو وزارت، ويس احمد برمک د کليو پراختيا وزارت، داوود علي نجفي د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت، حسن عبداللهى د ښار جوړونې وزارت او انجنير نجيب الله اوجن د فوايد عامې وزارت کانديد وزيران دي.
يادو وزيرانو په تېرو څو ورځو کې جرګې ته خپل کاري پلانونه وړاندې کړل او نن ورته د رايې صندوقونه کېښودل شول.
نن په ولسي جرګه کې ٢٤٠ وکيلان حاضر وو او کانديد وزير بايد د برياليتوب لپاره ١٢١رايې تر لاسه کړې واى.
د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ لپاره کانديد وزير اميرزي سنګين د ١٩٠ موافقو، ٢٧رد، د عامې روغتيا لپاره کانديد وزيرې ثريا دليل د ١٩٩ موافقو ، ٢٨ رد او د ښځو چارو لپاره کانديد وزيرې حسن بانو غضنفر د ١٩١ موافقو او ٣٤ رد رايو په لرلو سره وکولاى شول، چې د باور رايه ترلاسه کړي.
دغه راز د ښار جوړونې لپاره کانديد وزير حسن عبداللهي د ٢٠٧ موافقو، ٢٢ رد، د ترانسپورټ او هوانوردۍ لپاره کانديد وزير داوود علي نجفي د ١٧٩ موافقو او ٤١ رد او د لوړو زده کړو لپاره کانديد وزير عبيدالله عبيد د ١٩٩ موافقو او ٢٣ رد رايو په لرلو سره جرګې بريالي اعلان کړل.
د فوايد عامې لپاره کانديد وزير نجيب الله اوجن د ٢٠٧ موافقو او ١٧ رد او د کليو پراختيا وزارت لپاره کانديد وزير ويس احمد برمک د ٢١٢ موافقو او ٩ رد رايو او اسماعيل خان د ١٧٥ موافقو او ٣٥ رد رايو په درلودو سره بريالي وپېژندل شول.
يادو ټولو وزيرانو په داسې حال کې د باور رايه ترلاسه کړه، چې حامد کرزي تر دويم ځل ولسمشر کېدو وروسته د نوې کابينې ٢٥ غړي په دريو پړاوونو کې جرګې ته ور وپېژندل، خو جرګې يواځې ١٩ تنو ته د باور رايه ورکړه او نور يې رد کړل.
رد شوو وزيرانو له هغه وروسته تر ننه د سرپرست وزيرانو په توګه دنده ترسره کوله.
د يادولو ده، چې محمد اسماعيل خان، انجنير اميرزى سنګين، ثريا دليل، حسن بانو غضنفر، ډاکتر عبيدالله عبيد، ويس احمد برمک او داوود علي نجفي هغه کسان دي، چې د ولسي جرګې په تېره دوره کې هم د همدغو وزراتونو لپاره د کانديد وزيرانو په توګه جرګې ته معرفي شوي وو، خو د باور رايه يې ترلاسه نه شوه کړاى.
دغه راز عبيدالله عبيد او ويس برمک هم مخکې د همدغو وزارتونو لپاره د کانديد وزيرانو په توګه جرګې ته معرفي شوي و، خو دوى هم د باور رايه نه وه ترلاسه کړې.
جرګې د خپل کورنيو دندو د اصولو له مخې رد شوو وزيرانو ته رايه نه شواى ورکولاى، خو په دغو اصولو کې يې تعديل راوست، تر څو يادو کسانو ته د رايې ورکولو زمينه برابره شي.
Views: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن