کابل ((پژواک ١٣کب٩٠ )) : ولسي جرګې د خپلو کورنيو دندو اصول تعديل کړل او اوس کېداى شي ،چې جرګه د تېرې تقنيني دورې رد شويو کانديد وزيرانو ته په عين پوست کې رايه ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې ولسمشرکرزي ولسي جرګې ته ٥ داسې کانديد وزيران ورپېژندلي، چې په تېره تقنيني دوره کې په عين پوست کې د کانديد وزير په توګه رد شوي و او جرګې د خپلو کورنيو دندو د اصولو له مخې، رايه نه شواى ورکولى .
د ولسي جرګې د داخلي دندو د اصولو په ٧٦ماده کې راغلي و: (( په هغه صورت کې ، چې وړانديز شوى وزير يا د اساسي قانون د ٦٤مادې د ١١ او ١٢مې فقرې يو له مندرجو ذاوتو څخه د ولسي جرګې له لوري رد شي په عين پوست کې د دوهم ځل لپاره نه شي معرفي کيداى .))
خو نن دغه ماده د ولسي جرګې د غړيو د رايو په اکثريت تعديل شوه او د تعديل لپاره يې له ١٨١ حاضر غړيو څخه پنځو يې مخالفه رايه ورکړه .
د ولسي جرګې رييس عبدالرووف ابراهيمي وويل، چې د يادې مادې تعديل په دې ډول دى: ((په هغه صورت کې ، چې وړانديز شوى وزير يا د اساسي قانون د ٦٤مادې د ١١ او ١٢مې فقرې يو له مندرجو ذاوتو څخه د ولسي جرګې له لوري رد شي په عين پوست کې په هماغه تقنيني دوره کې د دوهم ځل لپاره نشي معرفي کيداى.))
ولسمشر حامد کرزي دوه اونۍ مخکې د باور رايې د ترلاسه کولو په موخه محمد اسماعيل د اوبو او برېښنا وزارت، انجنير اميرزى سنګين د مخابراتو وزارت، ډاکټر ثريا دليل د عامې روغتيا وزارت او ډاکټر حسن بانو غضنفر د ښځو چارو وزارت لپاره د کانديد وزيرانو په توګه ولسي جرګې ته ورمعرفي کړي دي.
دغه راز ډاکټر عبيدالله عبيد د لوړو زده کړو وزارت، ويس احمد برمک د کليو پراختيا وزارت، داوود علي نجفي د ترانسپورټ اوهوايي چلند وزارت ، حسن عبداللهى د ښار جوړونې وزارت او انجنير نجيب الله اوجن د فوايد عامې وزارت کانديد وزيران دي.
د يادولو ده ، چې محمد اسماعيل خان ، انجنير اميرزى سنګين، ثريا دليل ، حسن بانو غضنفر، ډاکټر عبيدالله عبيد، ويس احمد برمک او داوود علي نجفي هغه کسان دي ، چې د ولسي جرګې په تېره دوره کې هم د همدې وزراتونو لپاره د کانديد وزيرانو په توګه جرګې ته معرفي شوي وو، خو د باور رايه يې تر لاسه نه شواى کړاى.
له يادو کانديد وزيرانو څخه حسن عبداللهى او نجيب الله اوجن جرګې ته د خپلو کاري پلانونو په اړه معلومات ورکړل.
ټاکل شوې ، چې ټول کانديد وزيران جرګې ته خپل پلانونه تشريح او بيا ورته د رايې صندوقونه کېښودل شي .
Views: 11
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن