ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځيني وکيلان د سيمه ييزو ارګانونو اداره پر وزارت اړول غواړي

26 Sep 2012 - 16:09
26 Sep 2012 - 16:09

کابل (پژواک ٥ تله ٩١): د ولسي جرګې يو شمېر غړو ټينګار کاوه، چې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره دې پر وزارت بدله شي، خو د جرګې د نصاب د کموالي له امله په دې اړه پرېکړه راتلونکې ته وځنډېده.

د ولسي جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې چې پر ياده موضوع د بحث لپاره ځانګړې شوې وه، د جرګې ډېرو غړو ويل، چې دغه اداره ځکه بايد پر وزارت بدله شي، چې ولسي جرګې ته ځواب ويونکي وي.

د سيمه ييزو ارګانونو اداره په ١٣٨٦ کال کې د ولسمشر د فرمان له مخې جوړه شوې او د واليانو او ولسوالانو ټاکل او د سيمه ييزې حکومتوالۍ د چارو تنظيم د دې ادارې له دندو څخه دي.

 خو د دې ادارې مشر اړ نه دى چې د وزيرانو په څېر له ولسي جرګې د باور رايه ترلاسه کړي.

په ولسي جرګه کې د فراه استازې حميرا ايوبي وويل، چې د سيمه ييزو ارګانونو اداره په هر ولايت کې د وزارتونو په پرتله ډېر کارکوونکي لري.

هغې زياته کړه: ((د سيمه ييزو ارګانونو اداره په هر ولايت کې والي او څو ولسوالان لري، خو د دې لپاره، چې وزارت نه دى هغه خپلواکي نه لري، چې بايد ويې لري.))

ايوبي وايي، چې دغه اداره بايد هر څه ژر په وزارت بدله شي، ترڅو په خپلواک ډول عمل وکولاى شي او ولسي جرګې ته ځواب ورکوونکې وي.

په ياده جرګه کې د ډايکندي استازي اسدالله سعادتي وويل، چې د اجرائيه ځواک ډېره برخه په دې ادارې پورې اړه لري او سمه نه ده، چې ولسي جرګه دې د دې ادارې د کړنو په اړه پوښتنه ونه شي کولاى.

ولسي جرګه له ټولو چارواکو د اړوندو ادارو د کړنو په اړه پوښتنه کولاى شي، خو هغه چارواکي سلب صلاحيت کولاى شي، چې له جرګې د باور رايه اخلي.

سعادتي وړانديز وکړ، چې دغه اداره بايد يا پر وزارت بدله شي او يا دې له کورنيو چارو وزارت سره يو ځاى شي.

ده وويل، په يوه ولايت کې امنيه قوماندان او والي ډېرې نږدې کاري اړيکې لري، خو له دې امله چې له دوو بېلابېلو ارګانونو پر دنده ګومارل کېږي، اړوند چارې سمې پر مخ نه شي وړى.

امنيه قوماندانان د کورنيو چارو وزارت له خوا پر دنده ګومارل کېږي.

په ولسي جرګه کې د کابل استازي شېرولي وردګ وويل، چې د سيمه ييزو ارګانونو د ادارې جوړېدل له اساسي قانون سره په ټکر کې دي؛ ځکه چې ياده اداره د ولسمشر د فرمان له مخې جوړه شوې او د ملي شورا له خوا يې جوړښت نه دى تاييد شوى.

د اساسي قانون په ٩٠مه ماده کې راغلي: ((د اداري واحدونو منځته راوړل، تعديل او يا لغوه كول د ملي شورا له واکونو څخه دى.))

دى هم وايي، چې د سيمه ييزو ارګانونو اداره بايد په وزارت بدله شي تر څو له چارو يې ښه نظارت وشي، خو زياتوي چې که دغه اداره له بل وزارت سره مدغم شي نو وړتياوې دومره لوړې نه دي، چې يو کس د دواړو مديريت وکولاى شي.

د جرګې يو شمېر نورو غړو هم ويل، چې د سيمه ييزو ارګانونو اداره دې په وزارت بدله شي.

وروسته د ولسي جرګې لومړي مرستيال محمدظاهر قدير، چې نننۍ غونډه يې تر مشرۍ لاندې جوړه شوې وه وويل، چې نن د جرګې نصاب نه دى پوره او نه شي کولاى چې په دې اړه پرېکړه وکړي.

ولسي جرګه ټول ٢٤٩ غړي لري او د پرېکړو لپاره يې د نصاب پوره والي ( د ١٢٥ تنه شتون ) ته اړتيا ده.

نن د دې جرګې په غونډه کې شاوخوا ٨٠ تنه حاضر وو.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version