ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حامد کرزى: اوباما ډاډ راکړى چې د ملکي تلفاتو مخه به نيسي

30 Sep 2012 - 16:50
30 Sep 2012 - 16:50

کابل ( پژواک ٩ تله ٩١ ) : ولسمشر حامد کرزي د الينګار بمبار ځپلو کورنيو سره د ليدنې پر مهال وويل، چې د امريکا ولسمشر بارک اوباما ډاډ ورکړى، چې د ملکي تلفاتو مخه به نيسي.

ايساف ځواکونو د وږي د مياشتې په شپږمه، د لغمان ولايت د الينګار ولسوالۍ د نورلام درې په غرييزې سيمې هوايي بمبار کړى و، چې له امله يې اووه ښځې او يو ماشوم ووژل شول او ١٥ نور کسان ټپيان شوي وو.

له ارګ څخه د تلې په ٩مه،پژواک خبري اژانس ته په يوه راليږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر حامد کرزي نن ديادې پيښې د قربانيانو له کورنيو سره دليدنې پر مهال هغوی ته یو ځل بیا د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کړل.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دغه کتنه کې چې نن غرمه په ارګ کې ترسره شوه، ولسمشر د نورلام صاحب په دره کې د نړیوالو ځواکونو د وروستي هوایي بمبارۍ له امله ملکي وګړو، هغه هم یو شمير میرمنو او نجونو ته پر اوښتې مرګ ژوبلې خواشیني څرګنده کړه.

ولسمشر زياته کړې : ((ما تل له امریکایي چارواکو سره په کتنو او نړیوالو غونډوکې په دې باندې ټینګار کړی ، چې ترهګري د افغانستان په کلیو او بانډو کې نشته، باید ترهګري د افغانستان له پولو څخه د باندې په نښه شي.))

د هغه په وينا، د نړیوالو ځواکونو په پوځي عملیاتو کې یې د ملکي وګړو د سر او مال په خوندي ساتلو په وار وار ټینګار کړى او په دې باب یې له امریکایي چارواکو او حتی تيره اوونۍ یې د امریکا له ولسمشر بارک اوباما سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کړي، چې هغوی ورته له  دا ډول پیښو څخه د مخنیوي  ډاډ ورکړی دی.

ولسمشر په دغه کتنه کې د چارو د ادارې لوی رئیس صادق مدبر ته لارښوونه وکړه، چې د نورلام صاحب د درې د وژل شويو کسانو له  ورثوو سره لازمې مرستې وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ددې کتنې پر مهال د يادې پيښې دقربانيو د کورنيو په استازیتوب مولوي صراحت الله خبرې وکړې او له ولسمشر يې مننه وکړه، چې له پيښې وروسته يې اړيکه ونيوله او له دوى سره يې خواخوږي وکړه.

مولوي صراحت الله د دا ډول پیښو په مخنیوي باندې د ټینګار په ترڅ کې وویل : ((د نورلام صاحب دره یوه غرنۍ سیمه ده او خلک یې خپلې ټولې اقتصادي  ستونزې له غره څخه د لرګیو، وښو او جلغوزو د راوړلو او مالدارۍ له لارې حل کوي.))

 د هغه په وينا، که چيرې د نړیوالو ځواکونو لخوا پر دوى کله په یوه نوم او کله هم په بل نوم بمبارۍ کیږي، نو دوى اړ کيږي، چې خپل کلي او کورونه پرېږدي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، ددې کتنې پر مهال په قومي چاروکې د ولسشمر سلاکار او سیمې ته د لیږل شوي پلاوي مشر شجاع الملک جلاله ولسمشر ته د دغې پیښې په اړه معلومات ورکړل او وېې ویل چې  امریکایي ځواکونو پر هغو نجونو او میرمنو، چې یو شمير یې د ښوونځي زده کوونکې  هم وې او غره ته د جلغوزو د راوړلو لپاره روانې وې، بمبار کړې، چې له امله یې اووه نجونې او یو هلک وژل شوي او۱۵ میرمنې ټپیانې شوې.

جلاله زياته کړه ،چې په ختیځ زون کې د امریکایي ځواکونو مسوول له استول شوي پلاوي سره دکتنې پرمهال د دغې پیښې رامنځته کیدل یوه تخنکي تیروتنه وبلله او د سیمې له خلکو او پلاوي څخه یې بښنه وغوښتله.

ديادونې ده ،چې له دې مخکې هم ايساف ځواکونو په بيلا بييلو سيمو کې پر ملکي وګړيو بمبار کړى، ګڼ شمير يې وژلي ، بيا يې بښنې هم غوښتې دي، خو دا ډول پيښې بيا بيا تکرار شوې دي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د روان زېږديز کال په لومړيو مياشتو کې د بيلا بيلو پيښو پر مهال شاوخوا درېيو زرو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي، چې ډېرى مرګ ژوبله د وسلوالو مخالفينو لخوا اوښتې، خو وسلوالو طالبانو دغه راپور رد کړى دى.

Views: 5

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version