ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غورماچ کې د نښتې په ترڅ کې شپږ تنه ووژل شول

1 Oct 2012 - 13:10
1 Oct 2012 - 13:10

ميمنه (پژواک ١٠ تله ٩١): د فارياب په غورماچ ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو او وسلوالو مخالفينو ترمنځ په نښته کې څلور وسلوال طالبان، د ملي اردو يو سرتېرى او يوه ښځه وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

 د فارياب امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالخالق آقساى پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ مازيګر د ملي او سرحدي پوليسو او ملي اردو ځواکونو د غورماچ ولسوالۍ د قلعه ولي په سيمه کې د وسلوالو طالبانو د راغونډېدو پر يوه ځاى عمليات وکړل.

 هغه زياته کړه، چې په دغو عملياتو کې د دوو قوماندانانو په ګډون څلور وسلوال طالبان او د ملي اردو يو سرتېرى وژل شوى او يو بل سرتېرى ټپي دى، خو د يادو دوو قوماندانانو هويت تر اوسه نه دى په ډاګه شوى.

 اقساى وايي، چې د قلعه ولي په سيمه کې د ملي اردو په اشتباهي ډزو کې څو ملکي کسانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو کره شمېره يې معلومه نه ده.

په فارياب کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو د لومړۍ لوا سرپرست ډګرمن عبداللطيف د ملي اردو د هاوان د لګېدو له امله د ملکي کسانو مرګ ژوبله رد کړه.

 خو د سيمې يوه اوسېدونکي بارداد وويل، چې ٢٢ کلنه ننګور او لمسى يې د دوى پر کور د هاوان د لګېدو له امله ټپيان شول، خو ننګور يې روغتون ته د لېږدولو پر مهال ساه ورکړه.

 نوموړى، چې خپل اووه کلن لسمى يې د فارياب په مرکز کې د افغان – ترک روغتون ته راوړى و، پژواک خبري اژانس ته وويل: “په کور کې وو، چې جګړه پيل شوه او يوه غټه ګولۍ زموږ پر کور ولګېده، ننګور او لمسى مې ټپيان شول، خو ننګور مې په لاره کې مړه شوه.”

 عبدالعزيز، چې د نس په ساحه کې ټپي شوى و او د افغان – ترک په روغتون کې بستر دى، هم وويل، چې له اوو نورو کسانو سره په دوکان کې ناست و، چې د هاوان مرمۍ ولګېده او دى له يوه بل کس سره ټپي شو.

 د افغان–ترک روغتون د بېړنۍ څانګې مؤظف ډاکټر نعيم حيدري وايي، چې د يوه ماشوم، يوې ښځې، دوو نارينه وو او د ملي اردو د يوه سرتېري په ګډون پنځه ټپيان روغتون ته ور وړل شوي، خو د دوو نارينه وو روغتيايي وضعيت نازک دى.

 طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې طالبانو په غورماچ ولسوالۍ کې د پوليسو پر امنيتي پوستې بريد وکړ، چې د ملي اردو سرتېرو له رسېدو وروسته نښته رامنځته شوه.

 احمدي زياته کړه، چې نښتې څو ساعته دوام وکړ، خو هغه د دې نښتې له امله د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل.

 په فارياب کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو د لومړۍ لوا سرپرست وويل، چې د هغوى په عملياتو کې د قلعه ولي سيمه، چې له څه مودې راپه دېخوا د طالبانو په ولکه کې وه، د دولتي ځواکونو لاس ته ورغلې ده.

 هغه د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل. 

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version