ميمنه (پژواک ١١ تله ٩١): د فارياب د ولايتي شورا د غړي ورور او سيمه ييز مشر د دوو وسلوالو له خوا ووژل شو.
د فارياب امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالخالق اقساى وايي، چې حميدالله تېر ماښام د فارياب په مرکز ميمنه ښار کې د دوو وسلوالو موټرسايکل سپرو له خوا پر ډزو کې ووژل شو.
خو د حميدالله ورور د فارياب د ولايتي شورا غړى محب الله وايي، چې ورور يې د وسلوالو طالبانو له خوا وژل شوى؛ ځکه چې پلار او ورور يې تېر کال له کوهستان ولسوالۍ څخه د طالبانو په اېستلو کې مهمه ونډه درلوده.
د حميدالله پلار معاذ الله په کوهستان ولسوالۍ کې يو پخوانى جهادي قوماندان دى.
د ولايتي شورا دغه غړي زياته کړه، چې حميدالله په کوهستان ولسوالۍ کې يو سيمه ييز مخور و او کله چې يې غوښتل په ميمنې ښار کې د ترانسپورټ نماينده ګۍ ته ولاړ شي او د خپل سفر په اړه معلومات واخلي، د دوو وسلوالو موټرسايکل سپرو له خوا ووژل شو.
هغه نيوکه وکړه ، چې ورور يې د ميمنې په کوهي خانه سړک کې وژل شوى او دغه ځاى ته نږدې د ولايتي شورا دفتر او د ولايت مقام شتون لري، خو امنيتي کسان نه دي بريالي شوي، چې د هغه د وژل کېدو مخه ونيسي او يا يې عاملين ونيسي.
د دغه کس د وژلو مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن