ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مسعود: اى سي سي به ډېر ژر افغانستان ته دويمه درجه غړيتوب ورکړي

2 Oct 2012 - 13:07
2 Oct 2012 - 13:07

کابل (پژواک ١١ تله ٩١): د کرکټ بورډ نوى مشر شهزاده مسعود وايي، چې ډېر ژر به د کرکټ نړيواله شورا افغانستان ته د دويمې درجې غړيتوب ورکړي.

ولسمشر حامد کرزي د ماليې وزير ډاکتر حضرت عمر زاخېلوال پر ځاى شهزاده مسعود د کرکټ بورډ د نوي مشر په توګه ټاکلى او نوموړى نن د يوې خبري غونډې په ترڅ کې معرفي شو.

شهزاده مسعود تر دې وړاندې د کرکټ فدراسيون د رييس او د کرکټ بورډ د مرستيال په توګه دندې ترسره کړې دي.

نوموړي په دې خبري غونډه کې د زاخېلوال له خدمتونو ستاينه وکړه او ويې ويل، چې د هغه په دوره کې د افغانستان کرکټ ډېر پرمختګ کړى، ملي لوبډلې په نړيواله کچه برياوې ترلاسه کړې او په هېواد کې د کرکټ دوه نړيوال لوبغالي هم جوړ شول.

هغه زياته کړه، چې ډاکټر زاخېلوال د بورډ له مشرۍ استعفى ورکړې، خو د کرکټ بورډ د لس کسيز کمېسيون يا شورا غړيتوب به ولري.

د کرکټ بورډ نوي مشر شهزاده مسعود تر خبري غونډې وروسته پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د کرکټ نړيواله شورا به ډېر ژر افغانستان ته د دويمې درجې (اېسو سي اېټ) غړيتوب ورکړي.

د يادونې ده، چې افغانستان اوسمهال په اسيايي کچه د دويمې درجې او په نړيواله کچه د کرکټ د درېيمې (ايفيلييټ) غړيتوب لري.

د شهزاده په وينا، د کرکټ اسيايي شورا د افغانستان غوښتنې منلې او نړيوالې شورا (اى سي سي) ته يې په دې اړه خپل وړانديز لېږلى دى.

هغه وايي، چې کرکټ اوس هم په افغانستان کې يوه ځوانه لوبه ده، خو په کم وخت او کمو امکاناتو يې ډېرې لاسته راوړنې درلودلې او ډېر پرمختګ يې کړى دى.

نوموړي د افغانستان د کرکټ په پرمختګ کې د رسنيو رول مهم وباله او زياته يې کړه، چې رسنيو په دې پرمختګ کې ډېره ونډه درلوده او لري يې.

هغه زياتوي، چې د کرکټ د نړيوالې شورا د دويمې درجې په ترلاسه کولو سره به په هېواد کې کرکت ډېره وده او پرمختګ وکړي او د افغانستان د کرکت بورډ بوديجه به هم ورسره زياته شي.

د کرکټ بورډ نوي مشر وويل، چې دى به د کورني کرکټ په وده کې هڅې وکړي، د کرکټ د روزنې لپاره به ملي اکاډمۍ جوړوي او په ٢٠١٤ کال کې د کرکټ شل اووريز نړيوال جام او په ٢٠١٥ کال د يوه ورځني کرکټ د نړيوال جام لپاره به هم نه ستړي کېدونکي ګامونه پورته کړي، څو ملي لوبډله نه يواځې دې اتلوليو ته لاره پيدا کړي، بلکې ښې لاسته راوړنې هم ولري.

شهزاده مسعود دغه راز وويل، چې دوى د هېواد د ١٩ کلنو ځوانانو ملي لوبډلې او د هېواد الف لوبډلې ته هم زياته پاملرنه کوي څو د ملي لوبډلې لپاره ښه لوبغاړي ترلاسه کړي.

هغه په کرکټ بورډ کې هر ډول ډلبندۍ رد کړې او ويې ويل، چې دلته هېڅ ډلې نشته، کار اهل کار ته سپارل شوي او څوک چې سم کار نه کوي، هغه به له دندو ګوښه کېږي.

نوموړي زياته کړه: ((کرکټ د ملي يووالي سمبول دى، دلته هېڅ ډله بندي، تعصب او سمت پرستي نشته، که چا دا کار وکړ، نو په کرکټ بورډ کې ورته ځاى نشته.))

مسعود وايي، چې په خپله اداره کې هېڅ واسطه نه مني، دولتي او غير دولتي ادارو او چارواکو ته يې ګواښ وکړ، چې په ملي لوبډلو کې د لوبغاړو د دننه کېدلو په اړه بايد لاسوهنې ونه کړي.

هغه زياته کړه: ((زما په قانون کې واسطه نشته، نه د چا په کارونو کې لاسوهنه کوم او نه هم چا ته اجازه ورکوم، چې په کرکټ بورډ کې لاسوهنه وکړي.))

د کرکټ بورډ مشر د شل اووريز نړيوال جام پر مهال د انګلستان پر وړاندې د ملي لوبـډلې له خرابې لوبې ننګه وکړه او ويې ويل، چې په ټوليزه توګه هلته ملي لوبډلې ښه لوبه وکړه، خو ځيني مهال لوبډلې تېروتنې کوي.

هغه وويل، چې په خپله د انګلستان لوبډله هم بيا د هند پر وړاندې په ډېرو کمو منډو وسوځېده.

د کرکټ بورډ اجراييوي رييس ډاکټر حامد شينواري نوي مشر شهزاده مسعود ته د مبارکۍ ورکولو ترڅنګ وويل، چې دوى به په ګډه د يوه ټيم په توګه د کرکټ د پرمختګ لپاره کار کوي.

نوموړي له پژواک اژانس سره د خبرو پر مهال وويل، چې دوى د کرکټ د اسيايي او نړيوالې شورا ټول هغه شرايط بشپړ کړي چې بايد د دويمې درجې غړيتوب لپاره وړاندې شي.

هغه هيله څرګنده کړه، چې په راتلونکو څو مياشتو کې به د کرکټ نړيواله شورا افغانستان ته د دويمې درجې غړيتوب رسماً اعلان کړي.

شينواري د دويمې درجې د غړيتوب د ګټو په اړه وايي، چې افغانستان ته به په نړيواله کچه ډېرې لوبې ورکول کېږي، په پرمختيايي بوديجه کې يې زياتوالى راولي او ګڼ شمېر نورې ګټې هم لري.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version