ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر جنرال رازق د ځانمرګي بريد مخه ونيول شوه

3 Oct 2012 - 16:12
3 Oct 2012 - 16:12

کندهار ښار (پژواک ١٢ تله ٩١): د کندهار سرحدي پوليسو هغه ځانمرګى بريد کوونکى موخې ته له رسېدو مخکې ونيو، چې غوښتل يې د دغه ولايت پر امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق ځانمرګى بريد ترسره کړي.

جنرال رازق، چې تېره مياشت په کندهار ښار کې د يوه ځانمرګي بريد په ترڅ کې ټپي شوى و، په يوه بهرني هېواد کې تر درملنې وروسته څلور ورځې وړاندې بېرته کندهار ته راستون شو.

هغه نن (د تلې ١٢مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې هره ورځ لسګونه کسان د ده پوښتنې ته ورځي او نن هم يوه ځانمرګي بريد کوونکي غوښتل چې د دغو خلکو په منځ کې ده ته ځان ورسوي او ځانمرګى بريد پرې وکړي.

جنرال رازق وايي، چې دغه ځانمرګى د تلاشيو له دوو کمربندونو تېر شوى و، خو په درېيم کمربند کې د پوليسو له خوا تر پېژندلو وروسته ژوندى ونيول شو او له چاودېدونکو توکو ډک واسکټ ترې لري کړ.

د نوموړي په وينا، نيول شوى ځانمرګى بريدګر اوس د پوليسو تر پوښتنو لاندې دى.

د کندهار د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل د پېښې د پخلي ترڅنګ پژواک اژانس ته وويل، چې جنراق رازق ته د راستنېدو پر مهال د زرګونو کسانو له خوا خورا تود هرکلى وويل شو او نن څلورمه ورځ هم ورته په سلګونو کسان د پوښتنې او ښه راغلاست لپاره د هغه کور ورتلل.

د هغه په وينا، نيول شوي ځانمرګي هڅه کوله چې د جنرال رازق د پوښتنې لپاره د راتلونکو خلکو په منځ کې ځان هدف ته ورسوي خو د درېيم امنيتي کمربند د پوليسو له خوا تشخيص او ونيول شو.

د فيصل په وينا، نيول شوي بريدګر په لومړنيو پوښتنو کې ويلي، چې دى د پاکستان د بلوچستان ايالت د چمن ښارګوټي اوسېدونکى دى او له هغه ځايه په دې موخه رالېږل شوى و، چې پر جنرال رازق بريد وکړي.

هغه وايي، چې جنرال رازق په بشپړه توګه روغ شوى او راتلونکې اوونۍ به خپله دنده له سره پيل کړي.

د يادونې ده، چې د روان لمريز کال د وږي په شپږمه نېټه په کندهار ښار کې د يوه موټربم په وسيله ځانمرګى بريد وشو، چې له امله يې جنرال رازق ټپي او ١٩ نورو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.

دغه بريد د شپې يوولس بجې د کندهار ښار ختيځ لوري ته د لسمې حوزې اړوند د دوراهي په سيمه کې شوى و.

د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق، چې د سرحدي پوليسو د درېيم زون د درستيزوال په توګه هم دنده ترسره کوي، تر ټولو بريالى نظامي مسوول ګڼل کېږي، چې په دغه ولايت کې يې د شته امنيت او ښې سلوک له امله د خلکو په منځ کې ښه نوم ګټلى دى.

 پر نوموړي تر دې وړاندې هم وسلوال بريدونه او چاودنې شوې دي. 

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version