ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په اروزګان کې ٤٥ تنه د لابراتوار، نرسنګ او فارمسۍ له زده کړو فارغ شول

3 Oct 2012 - 18:47
3 Oct 2012 - 18:47

 ترينکوټ-ښرنه (پژواک ۱۲ تله ۹۱): په اروزګان کې ۴۵ تنو، چې ښځې هم په کې شاملې دي، د لابراتوار، نرسنګ او فارمسۍ په برخو کې له دوه کلنو زده کړو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل او بلخوا د پکتيکا ولايت د عامې روغتيا له رياست سره د درېيو امبولانسونو مرسته وشوه.

 د اروزګان مرستيال والي خداى رحيم خان په دې اړه نيول شوو مراسمو کې وويل، چې له يادو برخو فارغ شوي کسان به د روغتيا په برخه کې د دغه ولايت د خلکو لپاره ګټور تمام شي.

نوموړي دغو فارغينو ته په اشارې وويل، چې د دوى مسووليت دى څو په خپلو سيمو کې د خلکو لپاره خدمت وکړي.

همدارنګه په اروزګان کې د روغتيايي شبکې (Health Net ) رييس حضرت امين وايي، چې فارغ شوي خويندې او وروڼه به د خلکو په روغتيايي خدمتونو کې له ترلاسه شوو زده کړو کار واخلي.

د خاص اروزګان ولسوالۍ يوې اوسېدونکې، چې له دغو زده کړو فارغه شوې، پژواک ته وويل، چې له دې مخکې په ياده ولسوالۍ کې هېڅ ښځينه نرسه او قابله نه وه.

نوموړې زياته کړه، چې په خپل ټول توان سره به د هېوادوالو خدمت وکړي.

د يادنې ده، د اروزګان روغتيايي چارواکو مخکې ويلي وو، چې په دغه ولايت کې زيات شمېر ښځينه او نارينه ډاکټرانو ته اړتيا ده.

د يو بل خبر له مخې، له پکتيکا ولايت سره د عامې روغتيا د وزارت له لوري د درېيو

امبولانسونه مرسته وشوه.

 د پکتيکا د عامې روغتيا رييس ډاکټر ولي ګل د تلې په ۱۲مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د عامې روغتيا وزارت له لوري د دغه ولايت له عامې روغتيا رياست سره د ١٣٥زره ډالرو په ارزښت د ۳ امبولانسونو مرسته وشوه.

ولي ګل زياته کړه، دغه امبولانسونه په عصري او پرمختللې ټکنالوژۍ سمبال او د ناروغانو لپاره ټولې اړينې اسانتياوې او روغتيايي وسايل لري.

 نوموړى وايي، چې له يادو امبولانسونو به يو د ښرنې ملکي روغتون او پاتې نور دوه به د خيرکوټ او اورګون ولسواليو ته ورکړل شي.

 د ښرنې ملکي روغتون د روغتيايي شورا مشر حاجي عيسي خان وايي، څو ځلې يې د عامې روغتيا له رياست او نورو مشرانو سره په ګډه د عامې روغتيا وزارت له چارواکو څخه د امبولانسونو غوښتنه کړې وه.

 د يادولو ده چې پکتيکا د هېواد په سوېل ختيځ کې پروت پراخ ولايت دى، چې اوسېدونکي يې د روغتيا په برخه کې له ګڼو ستونزو سره لاس اوګرېوان دي.

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version