ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي په پکتيکا کې د ٢٦ وسلوالو طالبانو د وژلو ادعا کوي

4 Oct 2012 - 14:53
4 Oct 2012 - 14:53

ښرنه (پژواک، ١٣ تله ٩١): چارواکي وايي، چې په پکتيکا کې د نښتې پر مهال ٢٦ وسلوال طالبان او پنځه سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.

د پکتيکا ولايت مقام له مطبوعاتي دفتر څخه د تلې په ١٣ مه پژواک اژانس ته په راليږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره شپه ناوخته په سرروضه ولسوالۍ کې پر سيمه ييزو پوليسو د بريد پر مهال ٢٦ وسلوال مخالفين وژل شوي دي.

د سرچينې په وينا، لومړى بريد تېره شپه ناوخته نږدې دوه بجې د سرروضې ولسوالۍ د مارزکو په سيمه کې پر وسلوالو مخالفينو هغه مهال ترسره شو، چې دوی په همدې سيمه کې د سپنې په نوم د سيمه ييزو پوليسو پر يوې پوستې بريد وکړ.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان عزيزالله کاروان وايي، چې د يو ساعت مخامخ نښتې په ترڅ کې يې له دېرشو ډېر وسلوال مخالفين وژلي، چې تر دې مهال د ۲۶ وسلوالو مړي د ملي پوليسو او سيمه ييزو پوليسو لاس ته ورغلي دي.

خبرپاڼه د عزيزالله له خولې وايي، چې په وژل شويو وسلوالو کې ګومان کيږي د طالبانو مشهور قوماندان ملا سيدنور هم شامل دى، خو دا به د مړو له ليدو وروسته په ډاګه شي.

نوموړي زياته کړې، چې ملي پوليس هم مرستې ته ورغلل او د يوه ساعته نښتې په پايله کې له وسلوالو مخالفينو ګڼ شمېر درنې او سپکې وسلې او مهمات د سيمه ييزو او ملي پوليسو لاس ته ورغلي دي.

خبرپاڼه وايي، چې په ياده نښته کې پنځه سيمه ييز پوليس وژل شوي، درې سيمه ييز او څلور ملي پوليس ټپيان دي.

د سرچينې په خبره، دد غې نښتې پر مهال بهرنيو ځواکونو هم له سيمه ييزو او ملي پوليسو سره هوايي مرسته کړې ده.

خو د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي، چې په پکتيکا کې نهه پوليس او اربکي وژل شوي، ۱۱ټپيان دي او ۱۴ يې ژوندي نيولي دي.

د هغه په وينا، دغه نښته د شپې په ١١ بجو پيل شوې او تر دوه بجو پورې يې دوام کړى، چې د دوى څلور ملګري هم په کې وژل شوي دي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version