اسلام اباد (پژواک ١٥ تله ٩١): د قبايلي سيمې په خيبر ايجنسۍ کې د وسلوالو په يوه بريد کې د امن د لښکر پنځه غړي وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.
په خيبر ايجنسۍ کې يوې دولتي سرچينې، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د تلې په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه د اکاخېلو په سيمه کې رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړه، چې وسلوالو مخالفينو په سيمه کې د امن د لښکر پر يوې پوستې بريد کړى، پنځه تنه يې وژلي، اووه نور ټپي او د هغوى پوسته يې هم له منځه وړې ده.
د فاروق اپريدي په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل، چې دا نښته تېره ورځ ناوخته پيل او تر شپې پورې يې دوام درلود.
د هغه په وينا، دغه جګړه د ځايي مذهبي نا قانونه وسلوالې ډلې لښکر اسلام او د امن د لښکر د وسلوالو ترمنځ شوې ده.
د نوموړي په وينا، له تېرو دوو اوونيو راهيسې د دواړو ډلو ترمنځ نښتې پيل شوې او په پر له پسې توګه دوام لري.
وړمه ورځ دولتي ځواکونو په همدې سيمه کې د ١٥ وسلوالو مخالفينو د وژلو ادعا کړې وه.
د يوه بل خبر له مخې، د خيبر ايجنسۍ د جمرود په بازار کې د ناټو د اکمالاتي کاروان پر يوه موټر د ماين چاودنه شوې ده.
په جمرود کې يوه دولتي چارواکي عصمت الله وزير پژواک اژانس ته وويل، چې د دې چاودنې له امله يو کانټينر زيانمن شوى، خو د سر زيان يې نه درلود.
خو د يعقوب په نوم يوه عيني شاهد پژواک ته وويل، چې د دې چاودنې له امله د ياد موټر چلوونکى او کلينر او يو لاروى ټپي شوي دي.
د يادونې ده، چې له دې مخکې په ياده سيمه کې د ناټو پر اکمالاتي کاروانونو هم بريدونه او چاودنې شوې دي.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن