ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتياوالو هم د ښوونې روزنې پوهنتون د ستونزې له امله د لاريونونو ګواښ وکړ

8 Oct 2012 - 18:53
8 Oct 2012 - 18:53

ګردېز (پژواک ١٧ تله ٩١): د پکتيا پوهنتون محصلينو، ولايتي شورا او د مدني ټولنې فعالانو  د کابل د ښوونې روزنې پوهنتون نوم بدلول تېروتنه او ملي يوالي ته زيان رسوونکې پرېکړه وبلله.

پخوانى ولسمشر ، د سولې د عالي شورا رييس او د جمعيت اسلامي ګوند مشر برهان الدين رباني تېر کال د وږي په ٢٩ مه د کابل ښار په وزير محمداکبرخان سيمه کې په خپل کور کې په ځانمرګي بريد کې ووژل شو.

د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون تېره اونۍ د وزيرانو شورا په غوښتنه او د ولسمشر حامد کرزي د ځانګړي فرمان له مخې، د استاد برهان الدين رباني په نوم ونومول شو.

خو په دغه کار سره په تېرو څو ورځو کې لسګونو محصلينو پر لاريونونو لاس پورې کړ، د دې پرېکړې د بدلون غوښتنه يې وکړه او ګواښ يې وکړ، چې که غوښتنه يې ونه منل شي، خپلو لاريونونو ته به دوام ورکړي.

نن هم په دې اړه د ياد پوهنتون مخې ته ګڼ شمېر محصلينو لاريون وکړ او هڅه يې کوله، چې د پوهنتون نوې لوحه راکوزه کړي، خو پوليسو يې مخه ونيوه او ترمنځ يې اخ ډب هم رامنځ ته شو، يو شمېر محصلين ټپيان شول او څو تنه پوليسو ونيول.

د پکتيا ولايت محصلينو او د مدني ټولنې فعالانو نن (د تلې ١٧ مه) په يوه خبري ناسته کې پرېکړه وکړه، چې که ولسمشر حامدکرزى د ښوونې روزنې پوهنتون محصلينو غوښتنې ونه مني، دوى به هم پر لاريونونو لاس پورې کړي.

د پکتيا پوهنتون د محصلينو په استازيتوب د طب پوهنځي محصل رحمت الله سمسور وويل، چې د ولسمشر په  دې ډول پرېکړو سره د محصلينو ترمنځ ملي يوالی له منځه ځي او ژبنيو او سمتي تعصبونو ته لمن وهل کيږي.

ده زياته کړه: ((زه د محصلينو په نمايندګۍ له ولسمشر څخه غواړم، چې دې ستونزې ته د هواري لار وګوري او که چېرته دا ستونزه هواره نه شي، ښايي ډېر تاوتريخوالی رامنځ ته شي.))

د هغه په وينا، په دې سره به د سولې روانې پروسې ته هم زيان ورسيږي.

د ده په خبره، که ولسمشر دغه پرېکړه د ملي يووالي د رامنځ ته کېدو په خاطر کړې وي، لويه تېروتنه ده.

د مدني ټولنې په استازيتوب ډ‌اکټر عبدالهادي حماس په خبري ناسته کې وويل، چې ولسمشر حامد کرزي تل له هغو مصلحتونو څخه کار اخيستی، چې د هېواد ملي يووالي ته يې زيان رسولی دی.

نوموړي زياته کړه: ((متاسفانه چې کرزی تل له مصلحتونو څخه کار اخلي او په دې کار سره تل ملي يوالي ته زيان رسيږي دا  کار نه دا چې خلک سره نږدې کوي، بلکې لا يې سره ويشي او دا ډول شخصتونو نمانځنه بايد تاريخ ته پرېښودل شي.))

د ده په خبره، دا د هر افغان حق دی، چې خپل نظر څرګند کړي، دا چې په دومره لويه کچه ستونزه د يو نوم پر سر رامنځ ته کيږي، نو بايد ولسمشر په داسې مسايلو کې له ټولپوښتنو څخه کار واخلي.

د پکتيا د ولايتي شورا مرستيال ډاکټر عالم مير ځاځي وويل، چې دوى په پکتيا کې دا څو ورځې د لاريونونو مخه ډب کړې ده.

د هغه په وينا، د مدني ټولنې غړي او د پوهنتون محصلين غواړي لاريونونه وکړي، خو دوى يې مخه ډب کړې او ژمنه يې ورسره کړې، چې که ولسمشر د دوى غوښتنې ونه مني، ښايي دوى هم ورسره په لاريونونو کې برخه واخلي.

ده وويل: ((زما غوښتنه له ولسمشر نه دا ده چې که د يوې اوونۍ  په تېرېدو  دې موضوع ته حل لار پيدا نه کړي، نو ټوله ستونزه  چې پېښيږي دا به پر ولسمشر وي.))

Views: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version