کندهار (پژواک ١٩ تله ٩١): چارواکي وايي، د کندهار په شاوليکوټ ولسوالۍ کې يې ١٥تنه، چې عام وګړي او پوليس په کې شامل دي، د وسلوالو طالبانو له بنده راخوشي کړي دي.
د شاوليکوټ ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونمل پاچا خان د تلې په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وسلوالو مخالفينو تېره ورځ د دې ولسوالۍ په نيکه شېله سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو له يونيفورم څخه په ګټې اخيستنې کمين نيولى و.
هغه زياته کړه، شاوخوا ٢٥ وسلوالو، ١٥ تنه، چې عام وګړي او پوليس دي، د لارې پر سر راګرځولي او نيولي وو.
د ده په خبره، دغه ملکي وګړي او يو شمېر پوليس د شاوليکوټ ولسوالۍ او ځيني نور د اروزګان ولايت اوسېدونکي دي، چې په ملکي موټرو کې يې سفر کاوه.
امنيه قوماندان وايي، چې په دې وخت کې د پوليسو يو رينجر موټر، چې د تنګي له سيمې د ولسوالۍ مرکز ته پر لاره و، د وسلوالو مخالفينو له دغه کمين سره مخ شو او له هغوى سره يې مخامخ وسلواله نښته وکړه.
دى وايي، چې په دې پېښه کې دوه پوليس ټپي او درې وسلوال وژل شوي، خو وروسته نور پوليس او د ملي اردو ځواکونه سيمې ته ورغلل او نيول شوي کسان يې د وسلوالو له منګولو را خوشي کړل.
د نوموړي په وينا، وسلوالو تر لږ مقاومت وروسته سيمه پرېښوده او وتښتېدل.
هغه خوښي وښوده، چې امنيتي ځواکونو د پوليسو او ملي وګړو په ګډون د ١٥ تنو ژوند وژغوره.
پاچا خان د شاوليکوټ ولسوالۍ امنيت په بشپړه توګه ښه وباله او ويې ويل، چې دلته تر بل هر ځواک، سيمه ييز پوليس د امنيت په برخه کې ډېرې لاسته راوړنې لري.
دى زياتوي، وسلوال مخالفين اوسمهال يواځې د ملکي خلکو پر مخ لارې بندوي او ماينونه ځاى پر ځاى کوي.
په کابل کې د ملي دفاع وزارت هم د يوې خبرپاڼې په لېږلو سره د وسلوالو طالبانو له منګولو د ١٥ ملکي وګړو د را خلاصولو خبر ورکړى دى.
خو وسلوالو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده چې تېره مياشت د دغه ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کې هم دوه تنه، چې د وسلوالو طالبانو له خوا تښتول شوي وو، د ګډو ځواکونو له خوا راخلاص شول.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن