جلال اباد (پژواک ٢٢ تله ٩١): افغان او ايساف ځواکونو د لغمان په الينګار ولسوالۍ کې د يوه طالب قوماندان د دوو زامنو په ګډون څلور تنه وژلي دي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د تلې په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه عمليات تېره شپه د الينګار ولسوالۍ د سنګره په سيمه کې ترسره شوي دي.
هغه زياته کړه، چې ګډو ځواکونو په دې سيمه کې د حاجي شاه ولي په نوم د يوه طالب قوماندان پر کور عمليات ترسره کړي دي.
دى وايي، چې په دغو عملياتو کې د شاه ولي دوه زامن ملا موسى او مفاد خان له دوو نورو طالبانو سره وژل شوي او د غيرت په نوم يې درېيم زوى ټپي شوى دى.
د ځواک په وينا، ياد کسان په سيمه کې د رب جوش په نوم د يوه مهم طالب قوماندان پلويان وو.
په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر وايي، چې له افغان ځواکونو سره يې په ګډه په الينګار کې عمليات کړي او دوه وسلوال يې وژلي دي.
سرچينې زياته کړې، چې د عملياتو پر مهال يې يوه اندازه وسلې، مهمات او نشه يي توکي هم ترلاسه کړي دي.
وسلوالو طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي، خو د دوى يو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې پرون مازيګر د لغمان په مرکز مهترلام کې يې د يوې نښتې په ترڅ کې د ملي اردو څلور سرتېري وژل شوي دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن