ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غزني ښار کې اور لګېدنې مالي زيانونه واړول

14 Oct 2012 - 14:50
14 Oct 2012 - 14:50

غزني ښار (پژواک ٢٣ تله ٩١): چارواکي وايي، چې په غزني ښار کې د اور لګېدنې له امله د تېلو يو ټانک، يو ټانکر موټر او د تېلو يو ډک ټانکر له منځه تللي او پنځه تنه په کې ټپيان دي.

د غزني ښاروال عبدالبصير نوري د تلې په ٢٣ مه پژواک اژانس ته وويل، چې اور نن ماسپيښين شاوخوا دوه نيمې بجې لګېدلى و او تر يو ساعت پورې يې دوام درلود.

د هغه په وينا، دا مهال د غزني د امنيه قوماندانۍ د اطفايې کارکوونکو له خوا اور مړ شو، چې له امله يې د يوتن د تېلو ټانک، د تېلو ټانکر موټر او له تېلو ډک ټانکر وسوځېدل.

نوموړي زياته کړه، چې په پېښه کې هغه مهال پنځه تنه اوروژونکي ټپيان شول، چې د تېلو ډک ټانکر وچاودېد او د مالي زيان په اړه  يې معلومات نه درلودل.

د ښاروال په خبره،اور هغه مهال رامنځ ته شو، چې د ټانکر موټر چلوونکي له خپل موټر سره نږدې جنراتور چالان کړ او غوښتل يې له ټانکر څخه ټانک ته تېل واچوي، چې جنراتور اور واخيست او دغه پېښه رامنځ ته شوه.

د سوځېدلي ټانک او موټر خاوند محمد شفيق پژواک اژانس ته وويل، چې ده ته شاوخوا ١٥ ميليونه افغانۍ زيان واوښت.

د هغه په وينا، ټانک، ټانکر موټر او د تېلو بل ډک ټانکر يې خپل وو او موټر چلوونکى يې هم زوى دى.

نوموړي زياته کړه: ((کله چې جنراتور اور واخيست او موټر ته هم اور ورسيد، نو زوى مې په بيړه موټر له سيمې وايست او يوه خالي ميداني ته يې بوت، چې له امله يې ډېرۍ دوکانونه له اور څخه بچ شول.))

د پېښې په سيمه کې يوه عيني شاهداختر محمد پژواک اژانس ته وويل، چې پوليسو د ياد ټانکر موټر چلوونکى د خلکو په مخ کې ډېر سخت وواهه او قوماندانۍ ته بوت.

د هغه په وينا، خلکو له پوليسو وغوښتل، چې د هغه موټر چلوونکي له امله د ډېر زيان مخه ونيول شوه، د وهلو پر ځاى يې بايد تقدير کړي، خو پوليسو برعکس چلند ورسره وکړ.

د عزت الله په نوم د غزني ښار يوه اوسېدونکي او د پېښې عيني شاهد هم وويل، چې اور په ډېرې چټکۍ سره وغځېد، نږدې ورسره د تېلو يو ټانک، د تېلو ټانکر او د تېلو بېلرونو هم اور واخيست.

 د غزني امنيتي چارواکو په دې اړه څه ونه ويل.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version