ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملاله يوسفزۍ د درملنې لپاره لندن ته ولېږل شوه

15 Oct 2012 - 12:38
15 Oct 2012 - 12:38

اسلام اباد (پژواک ٢٤ تله ٩١): د پاکستاني طالبانو له خوا ټپي شوې د سوات سيمې د سولې جايزه ګټونکې او د پوهنې اتله ملاله يوسفزۍ نن سهار د ښې درملنې په موخه لندن ته ولېږدول شوه.

دوو مخ پټو وسلوالو د تلې په ١٨مه د پاکستان په سوات سيمه کې په داسې مهال ١٤ کلنه ملاله يوسفزۍ له دوو نورو نجونو سره په يوه بريد کې ټپي کړه، چې په موټر کې ښوونځي ته پر لاره وه.

تر ټپي کېدو وروسته ملاله يوسفزۍ په يوه چورلکه کې د پېښور ښار پوځي روغتون ته ولېږدول شوه.

په دغه روغتون کې پرې جراحي عمليات ترسره او د سر په برخه کې خوړلې مرمۍ ترې لرې شوه، خو دوه ورځې مخکې له دغه ځايه د راولپنډۍ پوځي روغتون ته ولېږدول شوه.

که څه هم ډاکټرانو ويل، چې روغتيايي حالت يې مخ په ښه کېدو دى، خو تر اوسه هم په روغتون کې بې هوښه پرته وه.

د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو (اى. اېس. پي. ار) دفتر له خوا د تلې په ٢٤مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ملاله نن سهار په يوه ځانګړې الوتکه کې د ښې درملنې لپاره لندن ته ولېږل شوه.

سرچينې زياته کړې، چې لندن ته د ملالې د لېږلو پرېکړه د ډاکټرانو د يوه بورډ او د هغې د کورنۍ له مشورې وروسته شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملالې وضعيت اوس له ګواښ څخه بهر دى، خو د ښې درملنې په موخه بهر ته يووړل شوه.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير رحمن ملک په اسلام اباد کې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال وويل، چې د ملالې د دماغ زخم مخ په ښه کېدو دى، خو يو ځل بيا يې د هغې لپاره د دعا غوښتنه وکړه.

هغه دا هم وويل، چې د وسلوالو طالبانو له خوا ملالې او د هغې کورنۍ ته يو ځل بيا د مرګ ګواښونه شوي دي.

رحمن ملک وايي، چې امنيتي ځواکونو په دې اړه پلټنې پيل کړې او ډېر ژر به دغه کسان د قانون منګولو ته وسپاري.

د يادونې ده، چې ولسمشر کرزي هم پر ملالې بريد په کلکه غندلى و او زياته کړې يې وه، چې دغه کار هغو کسانو کړى چې د افغانستان پر پوهنې بريدونه ترسره کوي.

د افغانستان د پوهنې وزارت په لارښوونه وړمه ورځ د ټول هېواد په ښوونځيو کې د ملالې د روغتيا لپاره لپاره دعا وشوه.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version