ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغان-انګليس ستراتيژيک تړون د پلي کولو ګډ کمېسيون لومړۍ غونډه وکړه

16 Oct 2012 - 17:15
16 Oct 2012 - 17:15

کابل (پژواک ٢٥ تله ٩١): د افغانستان او انګلستان ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو د تړون د پلي کولو ګډ کمېسيون نن په کابل کې لومړۍ غونډه وکړه.

ولسمشر حامد کرزي او د انګلستان لومړي وزير ډېوېډ کامرون د روان ميلادي کال په پيل کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو تړون په لندن کې لاسليک کړ.

د دغه تړون له مخې دواړه هېوادونه له يو بل سره د ښې حکومتولۍ، اقتصادي پياوړتيا، د امنيت ټينګښت او فرهنګي برخو کې مرستې کوي.

د دغه تړون د پلي کولو د ګډ کمېسيون مشري د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال جاوېد لودين او د انګلستان د بهرنيو چارو وزارت مرستياله بارونس سعيده وارثي کوي.

جاوېد لودين، چې په کابل کې يې د دغه کمېسيون د ګډې ناستې په پاى کې له وارثي سره په ګډه خبري ناسته کې خبرې کولې، وويل، چې د کمېسيون د ګډې ناستې پيل د افغانستان او انګلستان ترمنځ د همکاريو د پياوړتيا پر لور مهم ګام دى.

د لودين په وينا، د ګډ کمېسيون په نننۍ ناسته کې دواړو لورو د شوي ستراتيژيک تړون د پلي کېدو پر سر خبرې کړې دي.

لودين زياته کړه، چې انګلستان په نړيواله کچه له افغانستان سره دويم مرسته کوونکى هېواد دى او پر دې سربېره يې نور هېوادونه هم له افغانستان سره مرستو ته هڅولي دي.

انګلستان دغه مهال په افغانستان کې د ايساف په چوکاټ کې ٩٥٠٠ زره پوځيان لري.

د انګلستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې وويل، چې تر ٢٠١٤ کال پورې به د دغه هېواد ځواکونه په افغانستان کې پاتې نه شي.

دې د يادو ځواکونو د وخت په اړه نور معلومات ورنه کړل، خو زياته يې کړه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې به د ځواکونو تر شتون پورې محدودې نه وي.

دې له افغانستان سره تر ٢٠١٤ کال وروسته هم د خپل هېواد د اوږدمهاله همکاريو ډاډ ورکړ او ويې ويل، چې انګلستان به د خپلو ځواکونو تر ايستلو وروسته هم د افغان ځواکونو روزنې ته دوام ورکړي.

د هغې د څرګندونو له مخې، برېتانيا هڅه کوي چې په افغانستان کې د خصوصي سکټور په برخه کې پانګونه او له افغانانو سره د حرفوي زده کړو په برخه کې مرسته وکړي.

د برېتانيا د بهرنيو چارو وزارت د مرستيالې په وينا، نړيوالې ټولنې لويه تېروتنه وکړه، چې د پخواني شوروي اتحاد تر ماتې وروسته يې افغانستان ته شا کړه.

 وارثي چې تازه پر دې دولتي څوکۍ ټاکل شوې، په خپل لومړي سفر کې دوه ورځې وړاندې د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلې ده.

دې وويل، چې له يو شمېر نورو افغان چارواکو سره تر کتنې وروسته يې نن له جاوېد لودين سره په افغانستان کې پر امنيت، ښې حکومتولۍ، اقتصادي پرمختګ او د دواړو هېوادونو تر منځ پر تحصيلي او فرهنګي اړيکو خبرې وکړې.

دا وايي، چې په افغانستان کې سوله او ثبات د سيمې او انګلستان په ګټه دى.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له سياسي مرستيال څخه په نننۍ خبري ناسته کې وپوښتل شول، چې پر ايران د امريکا د بريد په صورت کې د ايران له خوا په افغانستان کې د امريکايي اډو د وېشتلو ګواښ ته په کومه سترګه ګوري؟

لودين د دې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې له افغانستان څخه به پر هېڅ ګاونډي هېواد بريد ونه شي، خو د هېچا له لوري، د افغانستان پر خاورې بريد به د زغم وړ نه وي.

دى وايي، چې د افغانستان حکومت له امريکا سره په شوي ستراتيژيک تړون کې ډاډ ورکړى، چا ته به اجازه ور نه کړي چې له خاورې يې پر ګاونډيو هېوادونو بريد وشي.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت مرستيال سيد عباس عراقچي تېره ورځ په کابل کې د يوې خبري ناستې پر مهال د يوې پوښتنې په ځواب کې، چې که د امريکا او ايران تر منځ جګړه وشي، ايران به په افغانستان د امريکايي ځواکونو اډې په نښه کړي که نه؟ وويل، چې پر ايران د بريد په صورت کې هره پېښه رامنځته کېداى شي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version