ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سولې د عالي شورا پر غړو د بيا کتنې غوښتنه وشوه

16 Oct 2012 - 17:04
16 Oct 2012 - 17:04

کابل (پژواک ٢٥ تله ٩١): د مشرانو جرګې ځيني غړي وايي، چې د سولې عالي شورا د غړو په اړه بايد بيا کتنه وشي؛ ځکه چې دغه شورا تر اوسه هېڅ لاسته راوړنه نه لري.

د سولې په اويا کسيزه عالي شورا کې، چې د ١٣٨٩ کال د تلې په مياشت کې يې کار پيل کړى، ځيني جهادي مشران، د ملي شورا يو شمېر غړي، د طالبانو د رژيم ځيني لوړ پوړي کسان او يو شمېر دولتي چارواکي شامل دي.

د دې جرګې او جمعيت اسلامي د ګوند پخوانى مشر برهان الدين رباني تېر کال د وږي په ٢٩مه په يوه ځانمرګي بريد کې ووژل شو او اوس يې مشري د هغه زوى صلاح الدين رباني پر غاړه لري.

 

په مشرانو جرګه کې د کندهار استازي بسم الله افغانمل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې که حکومت په هېواد کې سوله غواړي نو هر څه ژر بايد د سولې د عالي شورا پر غړو بيا کتنه وکړي.

د ده په اند، د دولت وسلوال مخالفين نه غواړي چې د سولې له عالي شورا سره خبرې وکړي؛ ځکه چې د دې شورا يو شمېر غړي د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له طالبانو سره د جنګېدونکي اړخ کسان دي.

افغانمل زياته کړه: ((داسې کسان په دې شورا کې شته، چې وايي، موږ مقاومت وکړ او دغه څوکۍ مو لاسته راوړې.))

ده په دې اړه د چا نوم ياد نه کړ او ويې ويل، چې دغه شورا تر اوسه د پام وړ لاسته راوړنه نه لري.

د مشرانو جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې د فراه استازې بلقيس روشن وويل، چې د افغان دولت له لوري د سولې غږ پورته، خو د مخالفينو له خوا کوم ځواب نه اورېدل کېږي او هره ورځ بې ګناه خلک وژني.

روشن هم وايي، چې د سولې د عالي شورا ځيني غړي وسلوالو مخالفينو ته د منلو وړ نه دي.

هغې ونه ويل، چې د سولې د شورا کوم غړي مخالفينو ته د منلو نه دي؟ خو زياته يې کړه: ((که حکومت په ريښتيا د خلکو وينه، وينه ګڼي، بايد د سولې د عالي شورا د غړو په اړه بيا کتنه وکړي.))

د مشرانو جرګې غړي هدايت الله رهايي هم وويل، چې د سولې عالي شورا کومه لاسته راوړنه نه لري او له پاکستان سره يې هم خبرو مثبته پايله نه لرله.

د سولې د عالي شورا غړو په هېواد کې د سولې د هڅو په دوام، پاکستان او ځينو نورو هېوادونو ته سفرونه کړي دي.

رهايي تور پورې کړ، چې پاکستان په افغانستان کې سوله نه غواړي او خپلو موخو ته د رسېدو لپاره هڅه کوي، چې د ځانمرګو بريدونو او چاودونو له لارې د افغانستان سياسي او ټولنيز حالت له ګډوډۍ سره مخ کړي.

د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار د نننۍ غونډې په پاې کې وويل، چې هېواد ته د سولې راوستل يواځې د حکومت نه بلکې د ټولو دنده ده.

ده د جرګې د يادو غړو د څرګندونو په اړه وويل، چې هېواد ته د سولې راوستل پر کوم شخص پورې تړاو نه لري، خو حکومت بايد په دې لاره کې تر نورو ډېرې هڅې وکړي.

هغه زياته کړه، چې که د دولت وسلوال مخالفين سوله غواړي نو افغان دولت ورته د مذاکراتو لپاره ميکانيزم او د سولې عالي شورا جوړه کړې ده.

هڅه مو وکړه، چې د سولې د عالي شورا پر غړو د بيا کتنې په اړه د جرګې د غړو د څرګندونو په تړاو د ولسمشر د وياند له دفتر سره خبرې وکړو، خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.

د سولې د عالي شورا له دوو غړو سره مو اړيکه ټينګه کړه، خو په دې اړه يې له څه ويلو ډډه وکړه.

Views: 5

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version