ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيکا کروندګر د زعفرانو تخم او روزنه غواړي

19 Oct 2012 - 13:51
19 Oct 2012 - 13:51

ښرنه (پژواک ٢٨ تله ٩١): د پکتيکا د مرکز او شاخوا سيمو کروندګر د کرنې وزارت له چارواکو څخه په دې ولايت کې د زعفرانو ترويج او روزنه غواړي.

د پکتيکا ولايت د مرکز ښرنې د سرې کلا يو کروندګر حاجي سيدخان پژواک اژانس ته وويل، چې د مرکز ښرنې بزګران دې ته لېواله دي، څو دوى ته د زعفرانو تخم ورکړل شي او هم دوى ته په دې برخه کې روزنه ورکړل شي.

د ده په خبره، په پکتيکا کې تراوسه هېچا هم کوکنار نه دي کرلي او د نورو نشه يي توکوکرکېله هم په دې ولايت کې هېڅ دود نه ده.

نوموړي زياته کړه، چې د پکتيکا بزګرانو ته د کرنې په برخه کې تراوسه چارواکو کومه داسې پاملرنه ،نه ده کړې، چې نورو ولايتونو ته کېږي.

سعيد خان له چارواکو وغوښتل، چې که چېري دوى ته د زعفرانو تخم او روزنه ورکړل شي، پر پکتيکا سربېره يې له حاصلاتو څخه نورو هيوادوالو ته هم ګټه رسېږي.

د مټاخان ولسوالۍ د سيدو کلي اوسېدونکي حاجي رسول پژواک اژانس ته وويل: ((په خپل کلي کې زر جريبه ځمکه لرم، چې د کارېزه او خپل ماشين تر اوبولاندې ده، خو يواځې غنم، رشکه، شوتله او جوار پرې کرل کيږي.))

نوموړى زياتوي، چې د سيمې اقليمي وضعيت يې دې ته مساعد دى، چې د ده په نظر، د زعفرانو کرل به ښه پايله ورکړي.

د ده په خبره، په دې برخه کې د پکتيکا د کرنې رياست  چارواکو ورسره د دې ژمنه کړې وه، چې دوى به په دې برخه کې له خپل وزارت سره خبرې وکړي، خو تراوسه يې څه نه دي کړي.

نوموړى هم له کرنې وزارت څخه په خپل ولايت کې د زعفرانو د تخم د وېشلو او بزګرانو ته د روزنې غوښتنه کوي.

د ښرنې اړوند د کشيوالو د کلي اوسېدونکي خراسان زراعتوال، چې له تېرو ۶۵ کلونو را هيسې د کرنې ماهر دى وايي: ((رښتيا هم د پکتيکا اقليمي وضعيت د دې وړ دى، چې زعفران دلته ښه پايله ورکړي.))

ده وويل، چې په پکتيکا کې کروندګر ددې وړتيا لري، چې له لارښوونې سره سم د خپلو زعفرانو ښه پالنه وکړي.

د پکتيکا د کرنې او مالدارۍ رياست سرپرست صحبت خان په دې اړه پژواک اژانس ته وويل، چې دوى هر کال په پسرلي او نورو موسمونو کې له کروندګرو سره د اصلاح شويو تخمونو، غنمو او کيمياوي سرې مرسته کوي.

نوموړى وايي، چې د پکتيکا د بزګرانو دغه غوښتنې، چې د زعفرانو په برخه کې يې لري، له خپل وزارت سره شريکې کړي.

د يادونې ده، چې د پکتيکا کروندګر په داسې حال کې د زعفرانو تخم د وېش او ترويج غوښتنه کوي، چې په دې ولايت کې  تردې مهاله د کوکنارو کر صفر اعلان شوى دى.

Views: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version