جلال اباد ( پژواک ٢٩ تله ٩١ ) : د کابل – جلال اباد پر لويه لاره د لغمان ولايت په مربوطاتو کې د يوې ترافيکي پېښې له امله شپږ تنه مړه او څلور ټپيان شول.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د تلې په ٢٩ پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياده ترافيکي پېښه نن له غرمې وروسته د درېيو بجو په شاوخوا کې رامنځته شوه.
هغه زياته کړه چې د کابل – جلال اباد پر لويه لار ددې ولايت دقرغيو ولسوالۍ د سرخکانو په سيمه کې د يوه سراچه ډوله موټر او لارۍ تر منځ د ټکر له امله ياده پېښه رامنځته شوه.
ځواک وايي چې په دې پېښه کې شپږ تنه وژل شوي او څلور نور يې تپيان دي.
د نوموړي په وينا، په وژل شويو کسانو کې يوه نارينه او پنځه مېرمنې شامل دي او ټپيان ټول ماشومان دي.
د لغمان د والي وياند وايي چې ټپيان د ننګرهار د عامې روغتيا روغتون ته لېږدول شوي دي.
د ننګرهار د ملکي روغتون رييس ډاکټر همايون زهير پژواک اژانس ته پېښه تائيد کړه او زياته يې کړه چې د پښې له ځايه دوى ته شپږ تنه، چې درې تنو يې خپل ژوند له لاسه ورکړى او درې ماشومان چې روغتيايي حالت يې د انديښنې وړ دي ور وړل شوي دي.
د پېښې عينې شاهد رحمان الله وايي چې په پېښه کې لارۍ موټر په بشپړه توګه سوځېدلی دى .
ياده دې وي چې د تورخم – کابل لويه لاره وخت ناوخت د ورته پېښو شاهده وي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن