ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بيت الله شريف شپږ افغان زيارت کوونکي مړه شول

21 Oct 2012 - 16:30
21 Oct 2012 - 16:30

کابل ښار ( پژواک ٣٠ تله ٩١): د ارشاد، حج او اوقاف وزارت وايي، چې شپږ تنه افغانان، چې د حج فريضې د ادا کولو لپاره بيت الله شريف ته تللي وو، مړه شوي او وزارت تراوسه نه دى توانېدلى، څو د سن د محدوديت په ټاکلو سره د زيات عمر لرونکو کسانو د تلو مخه ونيسي.

 ددې وزارت سرپرست داعي الحق عابد نن پژواک خبري اژانس  ته وويل، چې دغه شپږ کسان د زيات عمر او ډېرى يې د قلبي سکتې له امله په سعودي عربستان کې مړه شوي دي.

هغه زياته کړه، چې يو له دې کسانو څخه په مدينه منوره کې او پاتې نور په مکه معظمه کې مړه شوي دي، چې د سعودي عربستان د قانون له مخې ،په هماغه هېواد کې خاورو ته سپارل کېږي. ددې کسانو له جملې نه ديوه عمر ٥٥ کاله او د پاتې نورو له دې لوړ وو.

تېر کال د حج په مناسکو کې د ټولو افغان زيارت کوونکو د تلفاتو شمېر ٤٠ تنو ته رسېده.

 د عابد په وينا، په کابل کې د سعودي سفارت له دوو کلونو راهيسې تل هغوى ته ټينګار کړى، چې بيت الله شريف ته د هغو کسانو د تلو مخه ونيسي، چې عمر يې له ٦٥ کلونو زيات دى. خو وزارت تراوسه نه دى توانېدلى څو ددې کسانو د تلومخنيوى وکړي.

هغه وويل: ” ډېرى حاجيان د نوې تذکرې په اخيستو سره سعودي عربستان ته ځي، له دې امله موږ نشو کولى ددې ستونزې مخه ونيسو، افغانستان لومړنى هېواد د، چې زيات عمر لرونکي کسان يې حج ته ځي، په داسې حال کې چې د ختيځې آسيا د هېوادونو تر ټولو ځوانان کسان حج ته ورځي. “

د سرچينې په وينا، د حج په پروسه کې د زيارت کوونکو د تلفاتو د کمولو لپاره ځانګړي تدابير تر لاس لاندې نيول شوي دي او وزارت د شپږ ټُنه درملو په لېږدولو او د وژونکو ناروغيو د درملنې لپاره په سعودي کې له څو روغتيا مرکزونو سره د تفاهم له لارې توانېدلى دى، څو د تېر کال په پرتله د ناروغيو د شيوع مخه ونيسي.

له ټول هېواد څخه د بيت الله شريف د حج لپاره د ٣٠ زره کسانو د لېږلو پروسه د وږي په ٢٩مه نېټه د کام اير، ساپي او آريانا هوايي شرکتونو په ١٤٠ الوتنو کې پيل او دوه ورځې مخکې پاى ته ورسېده. نږدې ٤٠ سلنه يې ښځې او پاتې نور نارينه دي.

د ارشاد ، حج او اوقاف وزارت چارواکي ادعا کوي، چې زيارت کوونکي د پروسې د روڼوالي له امله د نوبت له مخې بيت الله شريف ته استول شوي دي او د زيارت کوونکو د لېږد په پروسه کې ستونزې د تېرو کلونو په پرتله کمې وې او سږ کال ددې وزارت وزير ديوه پلاوي په ترکيب کې د حج پروسې د څارنې په موخه سعودي ته تللى دى.

زيارت کوونکو په تېرو کلونو کې شکايت کاوه، چې د لېږلو پروسه يې ځنډېدلې او په بيت الله شريف کې ورته لازمې اسانتياوې موجودې نه وې.

د يادونې ده، چې ټاکل شوې ده د افغان حاجيانو د راستنېدو پروسه د لړم په ١٠ مه نېټه د ټاکل شوي مهال وېش له مخې پيل او په ٢٥ ورځو کې بشپړه شي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version