ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سوېلي حوزې واليانو د بنسټيزو پروژو د پلي کولو غوښتنه وکړه

21 Oct 2012 - 11:35
21 Oct 2012 - 11:35

ترينکوټ ( پژواک ۳۰ تله ۹۱) : د سوېلي حوزې واليانو د کابينې له  اتو وزيرانو سره  په يوه ګډه غونډه کې د کوچينو پروژو پر ځاى د بنسټيزو پروژو د پلي کولو غوښتنه وکړه.

د اروزګان د والي وياند عبدالله همت د تلې په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې  له مرکز څخه د اتو وزيرانو په ګډون يو لوړ پوړى پلاوى ترينکوټ ته راغلى و.

هغه زياته کړه ،چې په دې پلاوي کې د ماليې، ا قتصاد، مخابراتو، اوبو او برېښنا، عامې روغتيا، د لوړو زده کړو، د کرنې او د کليو د پراختيا وزيران ، د کورنيو چارو وزارت مرستيال ، د ملي دفاع وزارت د ځمکنيو ځواکونو قوماندان او د سولې د عالي شورا يو شمېر غړي شامل وو.

دغه راز نوموړي وويل ،چې په پلاوي کې دامريکا ، هالنډ او اسټراليا دسفارتونو استازو هم برخه درلوده.

 

د همت په وينا، له کابل څخه راغلي پلاوي د سوېلي حوزې له  پنځو ولايتونو، (کندهار، زابل، هلمند، اروزګان او دايکنډي واليانو سره ګډه غونډه وکړه، ددې حوزې پر امنيتي، اقتصادي او پرمختيايي حالاتو يې په تفصيل سره خبرې وکړې.

 

د اروزګان د والي وياند وويل ،چې په دې غونډه کې دسوېل لوېديځې حوزې پر امنيتي حالاتو او پر شته ستونزو خبرې وشوې او ورته د حل د لارو چارو په پيدا کولو يې مشورې وکړې.

 

د عبدالله همت په وينا، له مرکز څخه راغلي پلاوي ددې حوزې واليانو او په ځانګړې توګه د اروزګان والي ته ډاډ ورکړ، چې ډېر ژر به په سيمه کې پرمختيايي پروژې پيل کړي.

داروزګان والي امير محمد اخوندزاده راغلي پلاوي ته ډاډ ورکړ، چې په دې ولايت کې امنيت ټينګ شوى  او ولس له خپلو امنيتي ځواکونو سره همکاري کوي.

 

هغه له  وزيرانو څخه په دې ولايت کې د روغتيا ،  ښوونې او روزنې په برخه کې د زيات کار او د ملي ځواکونو د تشکيل زياتولو او تجهيز غوښتنه وکړه.

 

نوموړي زياته کړه : (( په دې ولايت کې دامنيت د لېږد تر پروسې وروسته امنيت ښه شوى   او که ملي ځواکونه ښه تجهيز شي، نو دوى کولى شي د ټول ولايت امنيت په ښه توګه وساتي.))

 

د ماليې وزير ډاکترحضرت عمر زاخېلوال تر يادې غونډې وروسته خبريالانو ته د خپل سفر موخه د سوېلي ولايتونو له چارواکيو سره ليدل، له  پرمختيايي کارونو څخه څارنه او د يادو ولايتونو له ستونزو او غوښتنو څخه ځان خبرول وبلل.

هغه زياته کړه ، چې په اروزګان ولايت کې ډېر پرمختګ شوى  ، امنيت  ښه دى او يو مثبت بدلون پکې راغلى .

د نوموړي په وينا، اوس هم په دې ولايت کې ډېرو پرمختيايي کارونو ته اړتيا ليدل کېږي او په پلان کې لري، چې راتلونکى کال ١٦ ميليونه ډالر د دې ولايت د پرمختيايي چارو لپاره ځانګړي کړي.

 

د اروزګان د والي وياند وايي ، چې په دې غونډه کې له هر اړخيز بحث وروسته وپتيل شوه، ترڅو د ولاياتو وړانديزونه د اړونده وزارتونو د ورغلو پلاوو له خوا په عملي توګه وارزول شي او په هکله يې د خپلو اقداماتو راپور راتلونکي کنفرانس ته وړاندې کړي.

 

د هغه په وينا، په دې غونډه کې پر دې ټنيګار وشو ، ترڅو د اړونده ولايتونو غوښتنې او ستونزې ولسمشر پورې ورسول شي، ترڅو د اړونده ارګانونو لخوا يې د تعميل چارې ګړندۍ شي.

 

ددې غونډې په پاى کې د اړوندو واليانو له خوا ١٤ ماده ييز پرېکړه ليک صادر شو، چې پکې د زون په کچه د ولاياتو اهميت او په ياد زون کې د امنيت د لېږد د بهير ترسره کېدو ته په کتو د امنيتي ځواکونو او په ځانګړې توګه د ملي او سيمه ييزو پوليسو د تشکيل د زياتوالي او تجهيز، د کوچينيو پروژو د تطبيق پرځای د بنسټيزو پروژو پلي کېدلو،د عدليي او قضايي ارګانونو د پياوړتيا غوښتنه شوې ده.

 

دغه راز په دې پرېکړه ليک کې د اړونده وزارتونوله خوا په خپل وخت د انکشافي بوديجې د رسېدلو او د سولې د بهير دلاګړندي کېدو په موخه د سولې ولايتي شورا ګانوته د اوپراتيفي بوديجې د ځانګړي کېدو غوښتنه هم شوې وه .

 

د يادې غونډې په پای کې د احمدشاه ابدالي په نامه د ارزګان ولايت د غونډو تالار د کابينې د وزيرانو ، مرستندويه هېوادونو د يو شمېر سفيرانو او د کنفرانس د ګډونوالو له خوا پرانېستل شو .

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version