خوست ښار (پژواک،د لړم لومړۍ نېټه ٩١): چارواکي وايي، چې د خوست په اسماعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله درې پوليس وژل شوي او درې ټپيان دي او بلخوا په پکتيکا کې وسلوالو دوه ملکي وګړي وژلي دي.
د خوست ولايت د عامه اړيکو مسوول بريالي روان د لړم په لومړۍ نېټه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه چاودنه نن سهار شاوخوا اته بجې د اسماعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ اړوند د حيدرخېلو د څړبن په سيمه کې رامنځ ته شوه.
د هغه په وينا، سهار مهال پوليسو د څړبن په سيمه کې د يو سړک پر سر يو خښ شوی ماين شنډ کړی و او کله يې چې له ځان سره لېږداوه، پرې وچاودېد.
نوموړي زياته کړه، چې په دې چاودنه کې د يو افسر په ګډون دوه پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
خو د خوست د عامې روغتيا رييس اميربادشاه منګل پژواک اژانس ته وويل، چې د يادې پېښې له ځايه د خوست ملکي روغتون ته دوه مړي او څلور ټپيان ور وړل شوي دي.
د هغه په وينا، وژل شوي او ټپيان ټول پوليس دي او د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.
د اسماعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ يوه اوسېدونکي جهان ګل وويل، په خپله يې وليدل، چې د پوليسو په موټر کې چاودنه رامنځته شوه.
ده زياته کړه، چې د پوليسو موټر په بشپړ ډول ويجاړ شو، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې کره معلومات نه درلودل.
وسلوالو طالبانو د يادې چاودنې مسووليت پر غاړه اخيستی دى.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک اژانس ته وويل، چې د خوست په ياده ولسوالۍ کې يې د پوليسو پر يوه موټر د ماين چاودنه کړې، چې په کې د يادې ولسوالۍ د پوليسو د ټولي د قوماندان په ګډون ګڼو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
بلخوا امنيتي چارواکي وايي، وسلوالو طالبانو تېر ماښام د ښرنې اړوند سيمه کې دوه تنه وژلي، خو زياتوي چې وژل شوي سرتېري نه وو.
په پکتيکا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د دويمې لوا قوماندان جنرال زمري پژواک اژانس ته وويل، چې دغه کسان په نظامي جامو کې وژل شوي خو د اردو سرتېري نه دي.
نوموړي ومنله، چې تېره ورځ په همدې سيمه کې وسلوالو طالبانو د ملي اردو هغه څلور سرتېري له موټر ښکته کړي، چې د اختر رخصتيو په موخه کور ته روان وو، خو وايي چې د اردو دغه سرتېري تر اوسه نه دي وژل شوي.
د هغه په وينا، دوى له طالبانو د دغو کسانو د راخوشې کولو په هڅه کې دي.
سيمه ييز طالبان وايي، چې تېره ورځ يې د ملي اردو دوه سرتېري وژلي، خو د دوى وياند په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن