ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان بيا پر کونړ ٨٧توغندي توغولي دي

22 Oct 2012 - 18:33
22 Oct 2012 - 18:33

اسعد اباد ( پژواک  د لړم لومړۍ نېټه ٩١ ) : د کونړ چارواکي وايي، چې دپاکستانيو ځواکونو له خوا پر دانګام ولسوالۍ ٨٧ توغندي توغول شوي، چې له امله يې خلکو ته مالي زيانونه اوښتي دي.

 د کونړ امنيه قوماندان جنرال عوض محمدنذيري د لړم په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې پاکستانيو ځواکونو په تېرو ٢٤ ساعتونو کې پر دانګام ولسوالى ٨٧توغندي ويشتلي، چې له امله يې دسيمې خلکو ته درانه مالي زيانونه اوښتي دي.

 ددې ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى فريدالله  پر افغان دولت نيوکه کوي، چې د راکټي بريدونو په مخنيوي کې پاتې راغلى دى.

 نوموړى  وايي ،چې د پاکستانيو ځواکونود بريدونو پر وړاندې دافغان دولت چوپتيا او راروان سوړ ژمي دسيمې خلک سخت انديښمن کړي دي .

 د اسعداباد يو بل اوسېدونکى هارون  دهمدې نيوکې په کولو سره  په افغان دولت او نړيوالې ټولنې ددې بريدونو دمخنيوي لپاره غږ کوي او ډاډ ورکوي، چې ددې بريدونو د ورته  ځواب ويلو په صورت کې به له خپلو امنيتي ځواکونو سره اوږه په اوږه له خپلې خاورې څخه دفاع وکړي.

 د هغه په وينا، که څه هم په سرحدي سيمو دپاکستانيو ځواکونو دڅرګند تيري په غبرګون کې دافغان دولت لوړپوړو چارواکو اوامنيتي مسوولينو ددې بريدونو ددوام په صورت کې څو ځله د ورته ځواب ګواښونه کړي، خو له  څومياشتني پرله پسې بريدونوسره سره لاهم افغان دولت په دې برخه کې د پام وړ ګام نه دى پورته کړى.

 د افغانستان دولت له خوا امنيت شورا ته په سرحدي سيمو د پاکستانيو ځواکونو د توغندويي بريدونو دمسئلې وړاندې کولو سره سره لاهم په دې بريدونو کې کموالى نه دى راغلى.

 د يادونې ده ،چې د روان لمريز کال له پيل راهيسې دپاکستانيو ځواکونو په دې بريدنو کې شاوخوا ٦٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او سلګونه کورنۍ کډوالې شوې دي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version