ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند پر کروندګرو د اصلاح شوو تخمونو د وېش لړۍ پيل شوه

23 Oct 2012 - 15:26
23 Oct 2012 - 15:26

لښکرګاه (پژواک ٢ لړم ٩١): د هلمند په پنځو ولسواليو کې پر زرګونوکروندګرو ته د غنمو د اصلاح شوي تخم د وېش لړۍ پيل شوه.

د اصلاح شوي تخم د وېش لړۍ نن (د لړم دويمه) د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې په داسې حال کې پيل شوه، چې د هلمند والي او يو شمېر نورو دولتي چارواکو هم ګډون کړى و.

د هلمند والي حاجي محمد نعيم بلوچ پژواک اژانس ته وويل، چې له دغه ډول پروګرامونو څخه يې موخه دا ده، چې کروندګر له خپلو ځمکو ښه حاصلات ترلاسه کړي او د کوکنارو له کر څخه ډډه وکړي.

د هغه په وينا، سږ کال به په مارجه، نادعلي، ګرشک، ناوه او ګرمسېر ولسواليو کې تر ١٥زره ډېرو کروندګرو ته دغه تخم ووېشل شي.

نوموړي زياته کړه، چې له کروندګرو سره به د کرنې په برخه کې نورې مرستې هم وکړي او په لښکرګاه کې به د بست تصدۍ فابريکه لا ښه فعاله شي، تر څو د پخوا په څېر له کروندګرو څخه ټول کرل شوي مالوچ تحويل کړاى شي.

د هلمند د کرنې رييس انجنير عبدالله احمدزي پژواک اژانس ته وويل، چې سږ کال شاوخوا ١٥ زره کروندګرو ته د غمنو اصلاح شوي تخمونه ورکوي او هر کروندګر ته ٥٠ کيلوګرامه تخم په پام کې نيول شوى دى.

د هغه په وينا، ياد تخمونه يې په خپلو کرنيزو فارمونو کې اصلاح کړي، چې ټول اووه سوه پنځه اتيا ټنه کېږي.

نوموړي زياته کړه، چې د هرو لسو کيلو غنمو په بدل کې د وزارت له غوښتنې سره سم پنځه سوه اويا افغانۍ له کروندګر څخه اخيستل کېږي، تر څو د کرنې وزارت په راتلونکي کې د دغه ډول پروګرامونو لپاره بودجه ولري.

په مارجه کې د حاجي اختر محمد په نوم يوه قومي مشر پژواک اژانس ته وويل، چې له يوې خوا دغه تخم د دوى لپاره بسنه نه کوي او له بلې خوا خلک بې وزله دي او دولت بايد دغه تخمونه په وړيا توګه ورکړي.

نوموړى وايي، چې که دولت مرسته کوي، د دوى مالوچو ته دې بازار پيداکړي او فابريکه دې سمه فعاله کړي، چې د کروندګرو لاسونه له خيرات څخه لنډ شي.

د حاجي خدايداد په نوم هم يو بل تن شکايت کوي او وايي: ((د يادو تخمونو ورکول يواځې سرګرداني ده، چې له سهار تر غرمې په ولسوالۍ کې ورته ولاړ وو او بيا يې نو په دومره لوړه بيه راباندې پلوري.))

د ده په خبره، د مارجې ولسوالۍ خلکو له دولت سره يو ځاى د امنيت په ټينګښت کې قربانۍ ورکړې دي، نو له همدې امله دې بهرني مرسته کوونکي او افغان دولت دوى ته پاملرنه ډېره کړي.

د يادونې ده، چې په تېرو څلورو کلونو کې د هلمند په ټولو هغو ولسواليو کې، چې واک يې د دولت په لاس کې و، د فوډ زون تر نامه لاندې په ډېره کچه اصلاح شوي تخمونه او کيمياوي سره خلکو ته وېشل شوې ده.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version