چغچران (پژواک ٣ لړم ٩١): د غور والي وايي، چې د غور په شهرک ولسوالۍ کې د يوه ناقانونه وسلوال قوماندان ملا مصطفى نهه ساتونکي د افغان او ايساف ځواکونو په هوايي بريد کې وژل شوي، خو دغه قوماندان ترې روغ وتلى دى.
د غور والي سيد انور رحمتي نن (د لړم درېيمه) پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه هوايي بريد د ځمکنيو عملياتو په ملاتړ تېره شپه د شهرک ولسوالۍ په دهن مرغه سيمه کې د ملا مصطفى پر کور ترسره شوى دى.
هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې د ملا مصطفى نهه ساتونکي وژل شوي، خو دغه ناقانونه وسلوال قوماندان چې له طالبانو سره اړيکه لري، له دغه بريد څخه روغ رمټ وتلى دى.
رحمتي وايي، نه پوهېږي چې دغه قوماندان په خپل کور کې و او که نه، خو په دې اړه امنيتي ځواکونه پلټنې پيل کړې دي.
خو قيام الدين چې ځان د ملا مصطفى يو نږدې کس بولي، ادعا کوي، چې په دغه هوايي بريد کې اته تنه وژل شوي او اته نور ټپيان دي، چې زياتره يې د ملا مصطفى د کورنۍ غړي دي.
هغه هم ومنله، چې ملا مصطفى له دغه بريده روغ وتلى، خو نه پوهېږي چې اوس دغه قوماندان چېرې اوسېږي.
بلخوا ايساف وايي، په شهرک ولسوالۍ کې ياد عمليات د وسلوالو طالبانو د يوه مشر د نيولو په موخه ترسره شوي او په کې د يو شمېر طالبانو وژل کېدل يې هم تاييد کړي دي.
په هغې خبرپاڼه کې، چې د ايساف له مطبوعاتي دفتره پژواک ته رالېږل شوې، راغلي، چې په دغو عملياتو کې د ملکي تلفاتو په اړه له خپرو شوو راپورونو خبر دي.
د سرچيني په وينا، چې ايساف په دغو عملياتو کې ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې اوښتو پېښه جدي نيولې او په اړه يې پلټنې پيل کړې او زياتوي چې نور معلومات به يې په هکله وروسته خپاره کړي.
وسله وال طالبان تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده چې ملا مصطفى دوه کاله وړاندې په هغه موټر کې، چې په شهرک ولسوالۍ کې له پي ار ټې څخه د يوه بريد په ترڅ کې نيولى و او د هغه په وسيله يې غوښتل خپل کور ته ولاړ شي، چې د ايساف ځواکونو تر هوايي بريد لاندې راغى، خو دى ترې بچ شو او د زوى په ګډون يې څو تنه ووژل شول.
د غور سيمه ييز چارواکي وايي، د ملا مصطفى وسلوالو په شهرک ولسوالۍ چې د غور– هرات په لويه لاره پرته ده، مسافرين له موټرو کوزوي او ځوروي يي.
د دوى په ادعا، څلور کاله وړاندې د شهرک ولسوال هم د دغه قوماندان له خوا وژل شوى و.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن