ميمنه (پژواک ٧ لړم ٩١): ولسمشر حامد کرزي نن فارياب ولايت ته د خپل سفر پر مهال په ياد ولايت کې د ځانمرګي بريد په پېښه کې د وژل شويو او ټپيانو د کورنيو له غړو سره وکتل.
د لوى اختر په لومړۍ ورځ د فارياب ولايت په مرکز ميمنې ښار کې په ځانمرګي بريد کې د پوځي او ملکي کسانو په ګډون ٤١ تنه ووژل شول او ٥٦ نور ټپيان شول.
دغه بريد د ميمنې ښار د عيدګاه جومات دروازې ته مخامخ هغه وخت ترسره شو، چې لمونځ کوونکي د لوى اختر تر لمانځه وروسته د وتلو په حال کې وو.
ولسمشر حامد کرزي نن (د لړم ٧ مه) دغه ولايت ته د خپل سفر پر مهال دغه پېښه وغندله او زياته يې کړه، چې دا کار يواځې د اسلام او افغانستان دښمنانو ترسره کړى دى او د پېښې د قربانيانو له کورنيو سره يې غمشريکي شريکه کړه.
نوموړي د فارياب ولايت په مقام کې د خپلو خبر پر مهال وويل، چې ده له اختر مخکې د کورنيو چارو او ملي دفاع وزيرانو ته دنده سپارلې وه، چې د اختر لمانځه پر مهال په ټولو ولايتونو کې د عيدګاوو امنيت ټينګ وساتي.
د هغه په وينا، خو له دې سره سره هم په فارياب کې داسې خونړۍ پېښه رامنځ ته شوه، چې د ټولو لپاره وير لړلې وه.
ولسمشر کرزي وويل: ((د ټولو قربانيانو د کورنيو له غړو سره به د فارياب ولايت مقام خپلې مرستې کوي او هر څه ته يې چې اړتيا وه ور پوره کوي به يې.))
د ده په خبره، د وژل شويو او ټپيانو د کورنۍ غړو ته به په فارياب ولايت کې د اوسېدو يوه يوه نومره ځمکه هم ورکول کيږي او د وژل شويو د اولادونو په تعليم او تحصيل کې به هم دولت مرسته کوي.
د ولسمشر حامد کرزي سلاکار وزير نعمت الله شهراني هم په دغو مراسمو کې وويل، چې ځانمرګي بريدونه په اسلام کې جواز نه لري او دغه پېښه يې وغندله.
د افغانستان د علماوو شورا رييس مولوي قيام الدين کشاف وويل، چې طالبان د پاکستان د لاس اله ده، چې هر ډول يې کاروي، د دوى واک او صلاحيت دى.
د ده په خبره، د جهاد په وخت کې هم د دوى جهاد د پاکستان دفاع بلل کيده او اوس هم طالبان يواځې د پاکستان د ګټو لپاره جنګيږي.
د فارياب والي محمدالله بتاش په دغه غونډه کې وويل، چې وسلوالو طالبانو دغه بريد څو ورځې مخکې د دغه ولايت په پښتون کوټ ولسوالۍ کې د ور اوښتې مرګ ژوبلې په غچ کې ترسره کړ.
د هغه په وينا، څو ورځې مخکې د فارياب په پښتون کوټ ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو د وسلوالو طالبانو پر ضد عمليات وکړل، چې هغوى ته يې ګڼه مرګ ژوبله ور واړوله.
د فارياب د ولايتي شورا مشر رحمت الله کوهستاني بيا وويل، چې دا ډول پېښې په دولت کې د فساد او د قانون د نه پلې کيدا له امله رامنځ ته کيږي.
نوموړي زياته کړه، چې امنيتي ارګانونه ترهګر ونيسي، نو يا يې خپله د پيسو په بدل کې خوشې کړي او يا يې عدلي ارګانونه د بډو په مقابل کې خوشې کوي، چې له امله يې د ترهګرو زړورتيا ډېريږي.
هغه له ولسمشر کرزي وغوښتل، چې د فارياب ولايت د امنيتي ارګانونو په راس کې مسلکي، تجربه کار، هېواد دوسته او صادقه خلک وټاکي، تر څو د دغه ډول پېښو تر ډېره مخنيوى وشي.
ترکستاني دغه راز د بيارغونې او پرمختيا په برخه کې هم ولسمشر ته وړانديزونه وکړل، چې د ولسمشر له خوا ورته د غور ژمنه ورکړل شوه.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن