ترينکوټ (پژواک ٧ لړم ٩١): امنيتي چارواکي وايي، چې د اروزګان په مرکز ترينکوټ کې دوه ماين خښوونکي هغه مهال د خپل ماين د چاودنې له امله ووژل شول، چې په يوه ميله ځاى کې يې ماينونه خښول.
د اروزګان د امنيه قوماندانۍ وياند فريد عايل د لړم په ٧ مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن سهار وختي شاوخوا ٥ بجې د ترينکوټ ښار اړوند د ګرماو مانده په سيمه کې دوه ماين خښوونکي د خپل ماين د چاودنې له امله ووژل شول.
د هغه په وينا، ماين خښوونکو په سيمه کې يو ماين ځاى پر ځاى کړى و او دويم يې، چې خښاوه، پرې وچاودېد او دواړه ووژل شول.
نوموړي زياته کړه، چې په ياده سيمه کې د اختر په درېيو ورځو کې په زرګونو اروزګانيان راټوليږي او مېلې کوي، خو که ياد ماينونه چاودېدلي واى، يو لوى ناورين به يې رامنځ ته کړى واى.
د عايل په خبره، د ماين خښوونکو مړي ټوټه ټوټه شوي او د دوى پوليسو د ترينکوټ ملکي روغتون ته لېږدولي دي.
ده وويل، چې د ماين خښوونکو لومړى خښ شوى ماين، د پوليسو له خوا شنډ او ووېستل شو.
وسلوالو طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، چې د اختر په لومړۍ ورځ د اختر لمانځه پر مهال په فارياب ولايت کې د ځانمرګي بريد له امله د امنيتي او ملکي کسانو په ګډون ٤١ تنه وژل شوي وو او ٥٦ ته ټپيان وو.
Views: 11
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن