اسلام اباد ( پژواک ١٢ لړم ٩١ ) : ددولت مخالفه وسلواله ډله حزب اسلامي وايي، چې د بهرنيانو په شتون کې رڼې او افغان شموله ټولټاکنې شونې نه دي.
دغه څرګندونې د انجنير ګلبدين حکمتيار په مشرۍ ددولت د وسلوالې مخالفې ډلې حزب اسلامي د سياسي چارو مسوول ډاکټر غيرت بهير د لړم په ١٢مه،له پژواک خبري اژانس سره په يوې ځانګړې مرکه کې کړې دي.
نوموړي دا خبرې په داسې حال کې کړي،چې دافغانستان د ټولټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر فضل احمد معنوي وړمه ورځ د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو د مهالوېش د اعلان پر مهال له وسلوالو طالبانو او حزب اسلامي څخه وغوښتل، چې په دې ټاکنو کې برخه واخلي.
ټاکل شوې ده، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو راتلونکې ټولټاکې د ١٣٩٣ لمريز کال د وري په ١٦مه، ترسره شي .
ډاکټر غيرت بهير وړانديز وکړ، چې دغه ټولټاکنې دې له هېواد څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته ترسره شي.
د هغه په وينا، د بهرنيانو په شتون کې عادلانه ، رڼې او افغان شموله ټولټاکنې امکان نه لري.
ډاکټر بهير داهم وويل ، چې د بهرنيانو تر وتلو وروسته په ترسره کېدونکو ټولټاکنوکې دې دافرادو پر ځاى پياوړي څو ګوندونه برخه واخلي او د هغو کسانو بايد مخه ونيول شي، چې ملي يووالي ته زيان رسوي، سمتي، ژبني او مذهبي تعصب ته لمن وهي.
د ټاکنو د کمېسيون د رييس د بلنې په ځواب کې د حزب اسلامي دسياسي چارو مسوول وويل، چې دا له وخت څخه مخکې خبره ده، په دې اړه به دوى مشوره کوي، بيا به رسمي غبرګون څرګندوي.
د دولت د وسلوالې مخالفې ډلې حزب اسلامي مشر حکمتيار د ٢٠١٤ کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د ولسمشرۍ، پارلمان او ولايتي شوراګانو د ګډو ټولټاکنو وړانديز وکړ.
د يادونې ده ، چې له اختر څخه مخکې حکمتيار په يوه پيغام کې غوښتنه کړې وه، چې په ٢٠١٤ کال کې د بهرنيانو تر وتلو وروسته دې په لومړيو شپږو مياشتو کې د ولسمشرۍ، ملي شورا او ولايتي شوراګانو ټاکنې په ګډه ترسره شي.
حکمتيار دغه پيغام د هېواد ٦٠ تنو شخصيتونو ته لېږلى و او له هغوى څخه يې په دې پيغام کې له خپل اړخه د شويو وړانديزونو په اړه نظر هم غوښتى دى.
هغه د ټولټاکنو پر اوسنۍ تګلارې کلکه نيوکه کړې او زياته کړې يې ده ، چې اوسنۍ پروسه ډېره ناسمه، ستونزمنه، غير عادلانه او نامعقوله ده، نه د هېواد له شرايطو سره سمون خوري او نه يې څوک د لګښت وسه لري.
د حزب اسلامي مشر د زياتو سياسي ګوندونو له شتون سره هم مخالفت ښودلى او زياته کړې يې ده ، چې د احزابو تعدد په ځانګړې توګه د وړو سيمه ييزو او قومي ډلو شتون تشنج رامنځته کوي او ملي يووالي ته زيان رسوي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن