ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له چارواکو سره به بهر ته د سفر پرمهال د بهرنيو چارو وزارت استازى شته وي

4 Nov 2012 - 18:39
4 Nov 2012 - 18:39

کابل ښار (پژواک ١٤ لړم ٩١): د بهرنيو چارو وزارت وياند وايي، چې له دې وروسته به د وزیرانو شورا د مصوبې له مخې، له افغان چارواکو سره په هېواد کې دننه د ملاقاتونو او د بهرنيو سفرونو پر مهال د بهرنيو چارو وزارت استازى شته وي.
په تېره وږي مياشت کې ولسمشرۍ ماڼۍ ويلي وو، چې وروسته له دې هېڅ حکومتي چارواکى د پاسپورټ او وېزې تر څنګ د ولسمشرۍ ماڼۍ له اجازه ليک پرته له هېواده بهر سفر نه شي کولاى.
د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي نن (د لړم ١٤ مه) په کابل کې د يوې خبري ناستې پر مهال وويل، چې د وزیرانو شورا لخوا په پاس شوې مصوبه کی راغلي، چې باید له دې وروسته د افغان لوړ پوړو چارواکو په ملاقاتونو کې، چې په افغانستان کې ترسره کیږی او په ټولو هغو سفرونو کې، چې دوی یې بهر ته کوي، د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو یو استازى شته وي.
د هغه په وينا، د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا یو متحدالمال مکتوب ټولو دولتي ارګانونو ته، چې درې ګونې قواوې ټولې په کی شاملیږي، لیږلی چې لوړ پوړي چارواکي باید له خپل سفر څخه لږ تر لږه لس ورځې تر مخه دوى ته خبر ورکړي.
نوموړي زياته کړه، چې له چارواکو سره به په هر بهرني سفر کې د دوى يو استازى ورسره وي او دوی باید له دې وروسته په خپلو ملاقاتونو کې، چې په افغانستان کې یې له بهرنیو پلاوو او چارواکو سره ترسره کوي، د دوى یو استازی به خامخا ورسره وي.
د موسى زي په خبره، دغه کار ځکه اړين دى، چې د بهرنيو چارو وزارت په هره برخه کې د افغانستان اړيکې له نورې نړۍ د همغږي کولو مسووليت لري او د ملاقاتونو پر مهال بايد دوى ډاډه شي، چې د دغو ملاقاتونو پايله د افغانستان په ګټه ده.
نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې، چې سفارت يې متحده عربي اماراتو کې له اريانا افغان هوايي شرکت سره مرسته نه ده کړې وويل: ((دا یوه حقوقی موضوع ده، په دې هکله غواړم په سر کې وضاحت درکړم، چې دغه شرکت په اماراتو کې خپل حقوقي شخصیت لري او دوی کولای شي، د اماراتو په محکمه کې د دغه هېواد د قضایي سیستم په چوکاټ کی خپله نمایندګي وکړي.))
د راپورونو له مخې، د اریانا افغان هوایي شرکت په اماراتو کې په ۱۳۸۳ کال کې د حجاجو د انتقال پر سر له يو اماراتي شرکت سره د حقوقي موضوع له امله لس ميليونه ډالره جريمه شوى دى.
د موسى زي په وينا، په دې موضوع کې په اماراتو کې افغان سفارت ته هېڅ اړتیا نشته او هغوى ته دا خبره نه راګرځي، چې د اریانا هوایي شرکت په استازيتوب په محکمه کې حاضر شي.
نوموړي زياته کړه، تر هغه ځایه، چې د افغان دولت پر مسوولیتونو پورې تړاو لري، د ملي او نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې د دوى وزارت چمتو دى، چې مرسته ورسره وکړي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version