ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” د ولايتي شوراګانو ټاکنې دې په ١٣٩٢کال کې ترسره شي “

کابل(پژواک١٥لړم٩١):د افغانستان د سياسي ګوندونو او اېتلافونو د همکارۍ شورا وايي ،له اساسی قانون سره سم بايد  د ولايتي شوراګانو ټاکنې په ١٣٩٢ کال کې تر سره شي .

 دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون د لړم په لسمه اعلان وکړ، چې د ولسشمرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې به د ١٣٩٣ کال د وري په ١٦مه ترسره شي.

 يادې شورا د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره په ١٣٩٣ کال کې د ولسمشرې د ټاکنو د نېټې له اعلان څخه هرکلى کړى ،خو ويلي يې دي ، چې د اساسي قانون د ٨٤ مې مادې له مخې بايد د ولايتي شوراګانو ټاکنې په ١٣٩٢ کال کې ترسره شي ،ځکه چې  په ۱۳۹۳ کال کې د ولايتي شوراګانو د ټاکنو ترسره کول د اساسي قانون د حکمونو خلاف دي.

 د اساسي قانون په ٨٤مه ماده کې د مشرانو جرګې د غړو د انتخاب او ټاکلو په اړه راغلي، چې د هرې ولايت جرګې له غړو يو تن د اړوندې جرګې په انتخاب د څلورو کلونو لپاره ټاکل کېږي.

 دغه راز د اساسي قانون په ١٣٨مه ماده کې راغلي، چې د ولايتي جرګې غړي له قانون سره سم د نفوسو په تناسب، د ازادو، عمومي، پټو او مستقيمو ټاکنو له مخې د ولايت د اوسېدونکو له خوا د څلورو کلونو لپاره ټاکل کېږي.

 د ملي ايتلاف يوه وياند فضل الرحمن اوريا هم  پژواک خبري اژانس ته  وويل، چې اساسي قانون د ولايتي شورا د کار دوره څلور کاله او د ولسمشر لپاره پنځه کاله ټاکلې ده.

 د ده په وينا، له دې امله چې دواړه ټاکنې په ١٣٨٨ کال کې پر يو وخت  شوي دي ، نو د اساسي قانون له مخې بايد د ولايتې شوراګانو ټاکنې په ١٣٩٢ کال کې ترسره شي.

 دى وايي، که ټاکنې وځنډول شي، نو ولايتي شوراګانې به خپل مشروعيت له لاسه ورکړي.

 خو د ټاکنو د خپلواک کمېسيون وياند نورمحمد نور پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې کميسيون  د مالي او امنيتي ستونزو له امله تصميم نيولى، چې د ولايتي شوراګانو او ولسمشرۍ ټاکنې په يو وخت تر سره شي.

 هغه وويل، چې دې کميسيون له بېلابېلو بنسټونو سره خبرې کړي دي ، خو هېڅ يو هم نه دى حاضر شوى ،چې  په ١٣٩٢ کال کې د ولايتي شوراګانو او بيا په ١٣٩٣ کال کې د ولسمشرۍ د ټاکنو د لګښت  لپاره د بودجې په برخه کې مرسته وکړي.

دده په وينا،  بالاخره کميسيون  اړ  شو، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د ټاکنو لپاره يوه نېټه ( د ١٣٩٣ کال د وري ١٦مه )  وټاکي .

د نور په وينا، له يوې خوا په غريبو ملکونو کې د مالي امکاناتو د نه شتون له امله  په پر له پسې ډول د ټاکنو تر سره کول ستونزمن دي ، له بلې خوا په هېواد کې امنيتي ستونزو ته پام سره لازم نه ده بلل شوې ، چې يو ځل په ١٣٩٢ او بيا په ١٣٩٣ کال کې ټاکنې تر سره شي.

ده دا هم وويل ، چې  په دوو کلونو کې په پرله پسې  ډول د ټاکنو په تر سره کېدو سره کېداى شوى  ، چې د ټاکنو په اړه د خلکو لېوالتيا کمه  او په دويمو ټاکنو کې يې وڼده کمه شوې وى.

د افغانستان د سياسي ګوندونو او اېتلافونو د همکارۍ شورا د ولسمشرۍ د ټاکنو د نېټې د اعلان هرکلى کړى.

 دغه شورا وړانديز کوي، چې په ژمي کې ټاکنيزو کمپاينونو ته په پام سره او په سمه توګه د دغو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره د حل لارو موندلو په موخه بايد د ټاکنو کمېسيون، د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار کمېسيون، ملي شورا او نورو حقوقي بنسټونو، سياسي ګوندونو او اېتلافونو ترمنځ سلا مشورې وشي.

 د افغانستان د سياسي ګوندونو او اېتلافونو د همکارۍ شورا د روان کال د تلې په مياشت کې رامنځته شوه، چې د حکومت اپوزېسيون، ٢٠ ګوندونه او اېتلافونه د دې شورا غړيتوب لري.

په دې شورا کې ملي اېتلاف، ملي جبهه، جنبش ملي، حزب اسلامي، جمعيت اسلامي، محاذ ملي، وحدت اسلامي، حق او عدالت او افغان ملت ګوندونه هم شامل دي.

دې شورا مخکې ويلي وو، چې که راتلونکې ټاکنې پر خپل وخت ترسره نه شي، هېواد به له بحران سره مخ شي.

 

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version