ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

محصلان د شېخ زايد پوهنتون د تدريسي روغتون فعالول غواړي

10 Nov 2012 - 15:48
10 Nov 2012 - 15:48

خوست ښار (پژواک ٢٠ لړم ٩١): د خوست د شېخ زايد پوهنتون د طب پوهنځي محصلان د عملي زده کړو په موخه د تدريسي روغتون د فعالېدو غوښتنه کوي.

د۲۰۱۰ زېږديز کال په لومړيو کې د شېخ زايد پوهنتون تر څنګ د طب پوهنځی د محصلانو د عملي زده کړو په موخه يو څلور پوړيز روغتون جوړ شو؛ خو تر اوسه د تشکيل او وسايلو د نشتوالي له امله نه دی فعال شوى.

ياد روغتون ۱۳۶ بستريز دی، چې د هېواد د لوړو زده کړو وزارت د پراختيايي بوديجې د ۱۳۹ ميليونه افغانيو په لګښت په څلورو پوړونو کې جوړ شوی دى.

د طب پوهنځي د محصلانو د اتحاديې مشر او د طب پوهنځي محصل انورالحق پژواک اژانس ته وويل، کله چې يو محصل له طب پوهنځي فارغيږي، بايد د تيوري زده کړو ترڅنګ عملي زده کړې هم ترلاسه کړي.

د هغه په وينا، که يو څوک له تيوريکي پلوه ځان ورسوي او عملي زده کړې يې نه وي ترسره کړي، ټولنې ته خدمت نه شي کولای.

نوموړي د شېخ زايد پوهنتون له ادارې او د لوړو زده کړو له وزارت څخه غوښتنه وکړه، چې د تدريسي روغتون په فعالېدو سره دې دوی ته د طبي عملي زده کړو زمينه برابره کړي.

انورالحق وايي، چې له همدې امله د طبي زده کړو عملي اړخ، چې بايد د پوهنتون په دوره کې يې ترسره کړي، له خنډ سره مخ دی.

د طب پوهنځي يو بل محصل حبيب الله بيا وايي، چې دوی دا مهال د عملي زده کړو لپاره د خوست ملکي روغتون او يا شخصي کلينيکونو ته ځي، چې له يوې خوا يې ډېر وخت بې ځايه تېريږي او له بلې خوا په هغه ډول، چې لازمه ده عملې زده کړې نه شي ترلاسه کولای.

د ده په خبره، که د پوهنتون په چوکاټ کې تيار جوړ شوی تدريسي روغتون ورته فعال شي، نو د خپلو استادانو له لوري به په مناسب وخت کې ښې زده کړې ترلاسه کړي.

هغه زياته کړه: ((د شرم خبره ده، چې تيار جوړ شوی روغتون لرو، يواځې د وسايلو او د تشکيل د نه شتون له امله  موږ اړ يو، چې شخصي کلينيکونو ته ځو او هلته عملي زده کړې کوو.))

د شېخ زايد پوهنتون د طب پوهنځي مشر ډاکټر جهان شاه تڼی هم د محصلينو دغه ستونزه مني او وايي، چې له ډېرو هلوځلو سره سره بيا هم په تېرو دوو کلونو کې په دې بريالي نه شول، چې د طب پوهنځي محصلانو ته تدريسي روغتون فعال کړي.

تڼي پژواک اژانس ته وويل، چې د شېخ زايد پوهنتون د تدريسي روغتون د وسايلو د اخيستو لپاره شاوخوا څلور سوه زره ډالر شته، خو نه پوهېږي، چې وزارت يې ولې تر اوسه په اخيستو کې ناغېړي کوي.

د هغه په وينا، د تشکيل په اړه يې هم څو ځلې وزارت ته سفرونه کړي، خو تر اوسه ورته چا مثبت ځواب نه دی ورکړی.

نوموړی زياتوي: ((که د طب پوهنځي محصلانو د عملي زده کړو د ترلاسه کولو په موخه ياد روغتون فعال نه شي، نو له محصلينو سره به مو لوی خيانت کړی وي.))

د طب پوهنځي مشر وويل، چې  د ياد روغتون په فعالېدو سره به نه يواځې د محصلانو د عملي زده کړو ستونزه هواره شي، بلکې د دغه ولايت يو شمېر ناروغانو ته به هم اسانتياوې برابر کړي.

د خوست والي عبدالجبار نعيمي هم د طب پوهنځي د محصلانو د عملي زده کړې په برخه کې د دغې ستونزې په اړه له لوړو زده کړو وزارت څخه د روغتون د فعالېدو غوښتنه کوي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، کله  چې وزارت د روغتون ودانۍ جوړوله، ولې يې دا فکر نه کاوه، چې تشکيل ورته منظور او وسايل يې پوره کړي.

پژواک هڅه وکړه، چې په دې اړه د لوړو زده کړو وزارت نظر هم واخلي، خو ونه توانېد.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version