ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ارګ: حکومت امنيتي سند سطحي نه نيسي، له ټولو خواوو سره مشورې کېږي

11 Nov 2012 - 11:26
11 Nov 2012 - 11:26

کابل (پژواک ٢١ لړم ٩١): د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې حکومت امنيتي سند سطحي نه نيسي په دې اړه له ټولو خواوو سره مشور کېږي.

دغه څرګندونې د ولسمشرۍ د دفتر رييس عبدالکريم خرم د لړم په ٢١مه له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وکړې.

نوموړي زياته کړه، چې تېره مياشت په واشنګټن کې د دواړو هېوادونو له خوا پر دغه امنيتي تړون د مذاکراتو لپاره د کمېسيون او مرکچيانو تر اعلانېدو وروسته په دې برخه کې پرمختګ نه دى شوى او خبرې په صفري نقطه کې دي.

د يادونې ده، چې په واشنګټن کې د افغانستان سفير اکليل حکيمي، د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا د ځانګړي استازي مرستيال جميزوارليک د دواړو هېوادونو د پلاوو مشري کوي.

کريم خرم که څه هم د خبرو اترو د پيلېدو نېټه په ډاګه نه کړه، خو د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي نن په يوه خبري غونډه کې وويل چې دا خبرې د لړم په ٢٤مه، پيلېږي.

په دغه امنيتي تړون کې د افغانستان د غوښتنو په اړه کريم خرم وويل، چې تر اوسه د امريکا غوښتنه نه ده معلومه، د هغوى له وړانديز وروسته به افغانستان خپل دريځ او غوښتنې روښانه کړي.

هغه زياته کړه: ((تر ټولو لومړۍ خبره دا ده، چې پر امنيتي تړون خبرې په لومړيو مرحلو کې دي، له صفري نقطې پيليږي، د دواړو هېوادونو غوښتنې به د دغو خبرو په جريان کې څرګندې شي.))

د ولسمشر د دفتر رييس دغه تړون د افغانستان لپاره ډېر مهم وباله او زياته يې کړه، چې دغه تړون تر هغه ستراتيژيک سند ډېر مهم دى ،چې تېر کال افغانستان له امريکا سره لاسليک کړ.

پرون په ولسي جرګه کې ځينو وکيلانو پر امنيتي سند اندېښنه څرګنده او غوښتنه يې کړې وه، چې د خبرو اترو په پلاوي کې د سفير پر ځاى بايد يو پياوړى پوځي چارواکى شامل کړى شوى واى.

د ولسمشر د دفتر رييس د ولسي جرګې اندېښنه پر ځاى وبلله او ويې ويل، چې امنيتي سند د افغانستان لپاره حياتي او مهمه مسئله ده، خو وايي، داسې اندېښنه چې ګواکې حکومت به دغه تړون سطحي ونيسي، بېځايه ده.

هغه زياته کړه: ((د افغانستان حکومت د دغه تړون له لاسليک مخکې په پراخه کچه مشورې په پلان کې لري، د دولت د مختلفو ارګانونو په کچه، په ولسي او د ملي شورا په کچه به په دې اړه سلا مشورې ترسره شي.))

د نوموړي په وينا، د افغانستان فرد فرد او پارلمان د دغه تړون په اړه حساسيت لري او دا يوه ښه خبره ده، ټول بايد پر دې ډاډمن وي، چې دغه تړون جدي نيول کېږي.

کريم خرم دا هم په ډاګه کړه، چې ملي شورا په هغو ټولو تړنونو کې مهم رول لري ،چې د دولت له خوا لاسليک کېږي او يادې شورا ته به هم وړاندې شي.

دى وايي: ((پر دغه تړون د خبرو اترو لپاره شپږ مياشتې وخت لرو، دا د مشورو لپاره ډېر وخت دى او کېداى شي دا موده اوږده هم شي.))

د يادونې ده، د افغانستان او امريکا ترمنځ په لاسليک شوي ستراتيژيک سند کې ويل شوي، چې د يوه کال په اوږدو کې بايد د دواړو هېوادونو ترمنځ امنيتي سند هم لاسليک شي.

سرچينې وايي، چې دغه موده د روان زېږديز کال په سپټمبر مياشت کې پيل شوې او بايد د ٢٠١٣ زېږديز کال تر سپټمبر مياشتې پورې دغه کار بشپړ شي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version