جلال اباد (پژواک ٢١ لړم ٩١): د ننګرهار د سرحدي ولسوالۍ لعلپورې اوسېدونکو هم له سيمه ييزو پوليسو سره مخالفت وښود.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې هم د دغه ولايت د کامې ولسوالۍ اوسېدونکو د يادو پوليسو له ځاى پر ځاى کېدو سره مخالفت ښودلى و.
د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد مخالفت د لعلپورې ولسوالۍ لسګونو قومي مشرانو او مخورو نن (د لړم ٢١مه) د جلال اباد په قصر کې له والي ګل اغا شېرزي سره د ليدنې پر مهال وکړ.
د هغه په وينا، راغلو قومي مشرانو د ننګرهار له والي وغوښتل، چې په دې ولسوالۍ کې دې سيمه ييز پوليس نه ځاى پر ځاى کوي.
قومي مشران وايي، چې د لعلپورې ولسوالۍ خلک کولى شي خپل امنيت په خپله ونيسي، سيمه ييزو پوليسو ته هېڅ اړتيا نه ليدل کېږي.
د لعلپورې پورې د پراختيايي شورا رييس دروېش لعل پوروال وايي، چې په اوس وخت کې په لعلپورې ولسوالۍ کې هېڅ امنيتي ګواښ نشته.
ده له دولته وغوښتل، چې د يادې ولسوالۍ سهم دې کومې بلې نا امنې ولسوالۍ ته ورکړي.
هغه زياته کړه: ((که هر ډول ستونزه را ولاړيږي د لعلپورې ١٧٠زره خلک به يې بې له معاشه دفاع کوي.))
قومي مشر ملک ميراجان هم ورته خبره کوي او وايي، چې سيمه ييز پوليس ښايي د لعل پورې ښه امنيت خراب کړي، هغه زياتوي، دوى په خپله چمتو دي چې بې له کوم امتيازه خپل امنيت وساتي.
د لعلپورې ولسوال عبدالقيوم وايي، چې په ياده ولسوالۍ کې څو ځلې قومي مشرانو او سپين ږيرو د سيمه ييزو پوليسو د نه جوړېدو غوښتنه کړې ده.
دى وايي: ((له موږ سره څو ځلې غونډې شوې او دوى په بار بار دا غوښتنه کړې چې سيمه ييز پوليس دې نه جوړيږي.))
د ننګرهار والي ګل اغا شېرزى وايي، چې سيمه ييز پوليس په سيمه کې د هماغې سيمې د قومي مشرانو او سپين ږيرو په خوښه جوړيږي.
ده زياته کړه: ((دا چې د دوى خوښه نه ده نو موږ به په دې برخه کې تجديد نظر وکړو.))
والي وايي، د ولايت په راتلونکي پرمختيايي غونډه کې به د لعلپورې ولسوالۍ ځيني قومي مشران هم ورسره ګډون کوي، ترڅو د دې ولسوالۍ لپاره ځينې پرمختياي پروژې له ډونر ادارو څخه واخلي.
شېرزي له قومي مشرانو وغوښتل، چې دلعل پورې له پُل سره نږدې ځمکه دې د دوى په واک کې ورکړي، ترڅو په کې يو تفريحي پارک او يو تجارتي مرکز جوړ کړي.
سيمه ييز پوليس د کورنيو چارو وزارت په چوکاټ کې جوړ شوي، خو لګښتونه يې د امريکايي ځواکونو له خوا ورکول کېږي، د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه د هېواد په ځينو ولسواليو کې ١٢ زره سيمه ييز پوليس ځاى پر ځاى شوي دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن