ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غزني کې ٥٠ مېرمنو ته حرفوي زده کړې ورکړل شوې

13 Nov 2012 - 17:20
13 Nov 2012 - 17:20

غزني ښار (پژواک ۲۳ لړم ۹۱): د غزني د ښځو چارو په رياست کې د ولايتي بيارغونې ډلې له خوا ٥٠ مېرمنو ته د خياطۍ او بړستنو جوړولو زده کړې ورکړل شوې.

د غزني د ښځو چارو رياست کار کوونکې وايي، چې په دې پروژه کې يواځې بېوزله مېرمنو ته زده کړې ورکړل شوې  دي.

 د دغه رياست د اقتصادي چارو مسوولې خديجې ګوهري د لړم په ٢٣مه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه پروژه په غزني کې د (PRT) له لوري له درېيو مياشتو راهيسې دوام درلود.

 نوموړې زياته کړه، چې دغو مېرمنو ته د مياشتې څلور زره افغانۍ معاش هم ورکول کېده او هره مېرمن مکلفه وه، چې د يوې مياشتې په موده کې نږدې ۳۵۰ بړستنې جوړې کړي.

 د هغې په وينا، د دغه کورس په پاى کې هرې مېرمنې ته د خياطۍ يو ماشين او نور اړوند وسايل هم ورکړل شول، څو دوى وکولاى شي په راتلونکي کې د کورنۍ ستونزې ورباندې هوارې کړي.

 ګوهري د دغه کورس د لګښت د کچې په اړه څه ونه ويل.

 د ياد کورس يوې ګډونوالې رحيمې پژواک اژانس ته وويل: ((اوس زه کولاى شم، چې د خياطۍ له لارې خپلې کورنۍ اقتصادي ستونزې هوارې کړم.))

 هغې له مرستندويه ادارو څخه وغوښتل، چې په راتلونکي کې هم داسې ورته پروژې پلې کړي، څو مېرمنې وکولاى شي له دې لارې خپلې اقتصادي ستونزې راکمې کړي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version