ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کورنيو چارو وزارت د شجاعي د نيول امر ورکړ

13 Nov 2012 - 16:06
13 Nov 2012 - 16:06

کابل (پژواک ٢٣ عقرب ٩١): د کورنيو چارو وزير د اروزګان په ولايت کې د لسګونو کسانو په وژنه د تورن عبدالحکيم شجاعي د نيولو امر کړى او وايي، چې امنيتي ځواکونه به يې د نيول منظم پلان جوړ کړي.

د ياد ولايت د ولايتي شورا مشر ابراهيم اخندزاده د روان کال د زمري په مياشت کې پژواک خبري اژانس ته ويلي وو، چې شجاعي په دغه ولايت کې لسګونه کسان وژلي دي.

ده زياته کړې وه، چې شجاعي په دغه ولايت کې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان دى او له بهرنيانو سره نږدې اړيکې لري.

نن د ولسي جرګې د شکايتونو د اورېدو کمېسيون ته د کورنيو چارو د وزير مجتبى پتنګ په ګډون يو شمېر کسان چې دعوه کوي، د کورنۍ غړي يې شجاعي وژلي دي، ورغلي وو.

دغه کسان، چې شمېر يې شاوخوا ٥٠ تنو ته رسېده ، له ځان سره د وژل شوو کسانو تصويرونه هم راوړي وو.

د ياد کمېسيون رييس عبيدالله بارکزي د دغه کمېسيون په نننۍ ناسته کې وويل، چې شجاعې د غزني ولايت د اجرستان ولسوالۍ اصلي اوسېدونکى دى، خو په ١٣٨٨ کال کې اروزګان ته تللى دى.

دى وايي، چې په تېرو درېيو کلونو کې شجاعي د سپين ږيرو په ګډون ١٢١ تنه وژلي او وسلوالې غلاوې يې هم کړې دي.

د بارکزي په وينا، شجاعي شاوخوا يو کال وړاندې د افغان ځواکونو له خوا ونيول شو، خو تر دوه ساعته بند وروسته بېرته خوشى کړى شو.

دوه ورځې وړاندې د کورنيو چارو وزارت د سيمه ييزو پوليسو قوماندان عليشاه احمدزي د ياد کمېسيون په غونډه کې ويلي وو، چې خپله ده يو ځل شجاعي ونيو او له اسنادو سره يو ځاى يې اړوند ارګانونو ته وسپاره، خو تر لږ ځنډ ورسته بېرته خوشى شو.

ده زياته کړه، چې شجاعي د لوړپوړو دولتي چارواکو او د امريکا د ځانګړو ځواکونو له ملاتړ څخه برخمن دى.

خو هغه په دې اړه نور جزئيات نه دي ورکړي.

د اروزګان ولايت اوسېدونکي زين الله خان د ياد کمېسيون په نننۍ ناسته کې وويل، چې شجاعې د نورو کسانو ترڅنګ د ده دوه زامن هم وژلي دي.

دى وايي، چې شجاعي د ده يو زوى تېر کال او بل يې د تېرې روژې په مياشت کې وژلى دى.

د هغه په وينا، شجاعي شاوخوا دوه زره جريبه ځمکه هم په دغه ولايت کې غصب کړې ده.

ده ګواښ وکړ، چې که افغان ځواکونه ژر شجاعي ونه نيسي، نو دى به له وسلوالو مخالفينو سره يو ځاى شي.

هغه زياته کړه: ((له طالبانو سره يو ځاى کېږم، د دولت د ټولو کارکونکو کورونه راته معلوم دي، پر کورنو مو ټکان کوم، راکټ در غورځوم.))

زين الله، چې د نورو په استازيتوب يې خبرې کولې وويل، دوى نه پوهېږي چې شجاعي ولې ياد کسان وژلي دي.

د خاص اروزګان ولسوالۍ اوسېدونکي حاجي لعل محمد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې شجاعي تېر کال د ده د کورنۍ ٩ غړي، چې يو يې زوى او پاتې نور يې ورېرونه دي، وژلي دي.

هغه زياته کړه: ((زموږ کورونه غره ته نږدې دي، شجاعې راغى زموږ د کورونو څنګ ته يې د شپې کمين ونيو، هلکان، چې له کوره وتي، ټول يې ويشتلي، ٩ نفره وو.))

د ده په وينا، شجاعې په دولتي رينجرو کې ګرځې، د پوليسو يونيفورم يې په ځان کې وي او د بهرنيانو قوي ملاتړ له ځان سره لري.

هغه ونه ويل، چې د کومو بهرنيانو ملاتړ ورسره دى.

ده هم وويل، چې که حکومت ژر د شجاعي د نيولو اقدام ونه کړي، نو له وسلوالو مخالفينو سره يو ځاى کېږي.

خو د کورنيو چارو وزير ستر پاسوال مجتبى پتنګ وويل: ((شجاعي که کورنى ملاتړ ولري او که بهرنى، ما يې د نيولو امر ورکړى، ما ته له هر څه قانون او عدالت مخکې دى او که يو ځل تر ما پورې را ورسېد، بيا يې هېڅوک راڅخه نه شي خلاصولى.))

هغه زياته کړه، چې شجاعي د کورنيو چارو وزارت افسر او عسکر نه دى، يو نا قانونه وسلوال شخص دى او افغان ځواکونه د دې وړتيا لري، چې هر ډول انسان وژونکى ونيسي.

د ده په وينا، دا ډېره د خواشينۍ خبره ده، چې تر اوسه ولې شجاعي نه دى نيول شوى!

د کورنيو چارو وزير دا هم وويل، چې د شجاعي د کسانو د نيولو په موخه به پوليس، ملي اردو او ملي امنيت يو منظم پلان جوړ کړي.

د ولسي جرګې د شکايتونو د اورېدو کمېسيون مشر عبيدالله بارکزي د نننۍ غونډې په پاى کې وويل، چې افغان ځواکونه بايد د يوې اوونۍ په اوږدو کې د شجاعي د نيولو په اړه دغه کمېسيون ته معلومات ورکړي.

هغه زياته کړه: ((که دولت د شجاعي په نيولو کې ځنډ وکړي، زه دا شورا پرېږدم، له خپلو خلکو سره درېږم، ترڅو شجاعي ونيسم او کنه ١٢١ تنه يې وژلي، پرېږده چې ١٢٢م کس ما هم و وژني.))

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version