ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زرداري ، رباني ته دسولې په پروسه کې د هر ډول مرستې ډاډ ورکړ

14 Nov 2012 - 09:14
14 Nov 2012 - 09:14

اسلام اباد ( پژواک ٢٤ لړم ٩١ ) : دپاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د افغانستان د سولې شورا مشر ته ډاډ ورکړ ، چې هېواد به يې دسولې په پروسه کې هر ډول مرسته  کوي.

دپاکستان د ولسمشرۍ له دفتر څخه دلړم په ٢٤مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې د افغانستان دسولې د شورا مشر صلاح الدين رباني او ورسره راغلي پلاوي تېر ماخوستن مهال له ولسمشر اصف علي زرداري سره وليدل.

سرچينې زياته کړې، چې په دې ليدنه کې دواړو خواوو دافغانستان دسولې ، امنيت او بيارغونې په اړه خبرې وکړې.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، ولسمشر اصف علي زرداري افغان پلاوي ته ډاډ ورکړ، چې هېواد به يې د افغانستان د سولې او امنيت په برخه کې هر ډول مرسته کوي.

زرداري زياته کړه،چې يو با ثباته او پرمختللى افغانستان د پاکستان دثبات او پرمختګ لپاره ډېر اړين دى.

د پاکستان ولسمشر په دې ليدنه کې يو ځل بيا په ټينګار سره وويل، چې دافغانانو په مشرۍ اوپخپله د افغانانو لخوا په لاره اچول شوې د سولې پروسه ښې پايلې لرلى شي.

ددې ليدنې پر مهال دافغانستان په پلاوي کې دصلاح الدين رباني ترڅنګ، مولانا قيام الدين کشاف، معصوم ستانکزى، حاجي دين محمد ، افغان سفير محمد عمر داوودزى ، پير محمد تڼى، مېرمن حوا علم نورستانۍ، ميرمن ناجيه زېوري ، عبدالحميد مبارز او محمد قسيم لودين شامل وو.

دغه راز د پاکستان دپلاوي مشري ولسمشر اصف علي زرداري کوله او په پلاوي کې

 ددفاع وزير سيد نويد قمر، د ولسمشر وياند سناتور فرحت الله بابر، د اى اېس اى عمومي رييس (ډايريکټر جنرال) بريد جنرال ظهيرالاسلام،د بهرنيو چارو وزارت مرستيال جليل عباس جيلاني او په کابل کې دپاکستان سفير صادق خان شامل وو.

تر دې ليدنې وروسته د پاکستان دولسمشر وياند فرحت الله بابر رسنيو ته وويل، چې ولسمشر افغان پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او زياته يې کړه ،چې دپاکستان خلک د سولې دشورا پخواني مشر استاد برهان الدين رباني ته درناوى لري.

د هغه په وينا، ولسمشر وويل چې حکومت به يې صلاح الدين رباني سره هم له نږدې کار کوي، څو دى وکولى شي د خپل پلار نيمګړې اېجنډا بشپړه کړي.

زرداري ډاډ څرګند کړ، چې اسلام اباد ته د صلاح الدين رباني په راتګ سره به ددواړو هېوادونو ترمنځ شته ښې اړيکې نورې هم پياوړې شي .

هغه زياته کړه : (( ترهګري د افغانستان او پاکستان دواړو لپاره ګواښ  ده او موږ يې بايد په ګډه  پر ضد مبارزه وکړو.))

فرحت الله بابر دغه راز د ګډې پولې پر ستونزو هم خبرې وکړې او پر هغو بريدونو يې خواشيني څرګنده کړه، چې له افغان خاورې پرې دوى شوي وو.

د سولې دعالي شورا مشر صلاح الدين رباني تر دې مخکې د پاکستان د پوځ له مشر جنرال اشفاق کياني، د بهرنيو چارو وزيرې مېرمن حنا رباني کهر او لومړي وزير راجا نادر پروېز سره هم ليدلي دي.

Views: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version