ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لسګونو سکهانو او هندوانو ارګ ته څېرمه لاريون وکړ

16 Nov 2012 - 15:22
16 Nov 2012 - 15:22

کابل(پژواک،٢٦لړم٩١) : لسګونو سکهانو او هندوانو ارګ ته څېرمه له دې امله لاريون وکړ، چې د کابل ښار په قلاچه کې د سيمې خلکو يې د مړي له سوځولو سره مخالفت کړى دى.

د کابل ښار په پښتونستان واټ کې نن (د لړم په ١٦ مه ) تر غرمې وروسته لاريون کوونکو وويل، چې په قلاچه کې د سيمې د خلکو تر څنګ ملي پوليسو او ملي اردو هم نه دي پريښي، چې خپل مړى وسوځوي.

په دې لاريون کې دوى د خپلې يوې ښځينه هغه مړى هم له ځان راوړى و، چې د سراچې موټر پر سر ايښى و، په غوسه يې لاسونه پورته کول او په لوړ غږ يې د خپل مړي د سوځولو د ځاى د ستونزې حل غوښته.

يو تن لاريون کوونکي راجي سنګهـ دلنواز پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن له غرمې مخکى دوى غوښتل، چې خپل مړى د تېر په څېر په قلاچه سيمه کې وسوځوي، خو د سيمې  د خلکو ترڅنګ افغان ځواکونو يې هم مخنيوى وکړ .

هغه  زياته کړه، که دولت د دوى د مړيو د سوځولو د ځاى  ستونزه نشي هوارولى، له افغانستانه  دى اهل هنود او سکهان وباسي .

دلنواز ، چې ګريوان يې څيرې او لوډ سپيکر يې په لاس کې و، وويل : ((مرګ دې په دولت وي ، چې زموږ حق نشي راکولى ، ايا موږ افغانان نه يو؟ ايا موږ ددې خاورې نه يو؟ مرګ دې وي په ټولو خاينانو .))

د نوموړي له شعارونو سره يوځاى نورو لاريون کوونکيو هم لاسونه پورته کول، د اوبو بوتلونه يې  پورته اچول ،کالي  يې څيرول او ځينو په چغو ، چغو ژړل .

يوه بل لاريون کوونکي دروندر سنګهـ وويل ، چې په قلاچه کې د سيمې خلکو د دوى د مړي د سوځولو مخالفت وکړ او دوى يې هم پر وړاندې غبرګون وښود .

هغه  زياته کړه:  ((پوليس او ملي اردو راغلل، په ما يې ګوزار وکړ او ويل يې، چې په هېڅ ډول تاسو ته اجازه نه درکوو ، چې خپل مړى دلته وسوځوئ .))

دروندرسنګهـ ګواښ وکړ،  تر هغه، چې د دوى دمړي سوځولو د ځاى ستونزه نه وي  هواره شوې، له دې مړي سره يوځاى به ټول لاريون کوونکي په پښتونستان واټ کې ناست وي او دترافيکو پرمخ به لار وتړي .

د اهل هنودو او سکهانو يو تن  مخور اوتارسنګهـ وويل، چې د ارشاد ، حج او اوقافو وزارت په ١٣٨٢ کال کې له دوى سره ژمنه کړې وه ، چې د مړي د سوځولو لپاره به ورته ځاى ورکوي، خو تر اوسه يې نه ده  ورکړې .

هغه زياته کړه ، چې دولت بايد هر څه ژر د دوى ياده ستونزه هواره کړي.

اوتارسنګهـ وايي: ((دا څه ډول دولت  دى دا څه ډول حکومت دى ، چې نشي کولاى د اقليتونو ستونزې هوارې کړي ؟که موږ د دې خاورې نه يو، زموږ تابعيت دې واخلي او موږ ته دې رخصت راکړي ، چې کوم بل هيواد ته لاړ شو.))

خو په مشرانو جرګه کې داهل هنود او سکانو استازې انارکلي هنريار ، چې دلاريون په ډله کې وه پژواک ته وويل ، چې په قلاچه کې امنيتي ځواکونو نه ،بلکى خلکو د مړي  د سوځولو مخنيوى کړى دى .

هغې زياته کړه ، چې په دې اړه يې  له امنيتي چارواکيو سره اړيکه نيولې او هر څه ژر به دغه ستونزه هواره شي .

هنريار له امنيتي چارواکيو غوښتنه وکړه، هغه کسان د قانون منګولو ته وسپاري ، چې نن يې د هندوانو د مړي د سوځولو مخنيوى کړى دى .

د هغې د معلوماتو له مخې، د کابل ښاروالۍ له لوري دوى  ته د ٢١ ناحيې په مربوطاتو  کې د مړي د سوځولو (شمشان) لپاره د ځاى د ورکولو ژمنه شوې، خو تراوسه دوى ته نه ده سپارل شوى.

د يادې ډلې د مذهبې مراسمو له مخې، هغه کسان ، چې تر دوه کلونو يې عمر ډير وي ، مړي يې سوځوي، خو تر دوه کلنۍ د کوچني تن مړى خاورو ته سپاري

د انار کلي د معلوماتو له مخې، تر د درې زره په شاوخوا کې سکهان او هندوان په هېواد کې اوسيږي، چې له جملې څخه يې ٣٥ کورنۍ په کابل کې مېشتې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې يو زر تنه يې په ١٣٨٤ کال کې د بېلابېلو ستونزو له امله هندوستان ته لاړ دي.

اهل هنود او سکان ، چې له کلونو راهيسې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې ژوند کوي، په دې وروستيو کې د کابل په ګډون په ولايتونو کې هم د مړي د سوځولو د ځاى له ستونزې سره مخ دي او وايي ، چې کله نا کله دوى اړ کيږي ، چې خپل مړي  د سوځولو لپاه پاکستان او ياهم کوم بل هيواد ته يوسي .

د يادې ډلې د مشرانو دمعلوماتو له مخې، اوسمهال په کابل کې د دوى  ٣٥ کورنۍ ژوند کوي .

دا په داسې حال کې ده ، چې په ١٣٨٤ کې د اهل هنودو او سکانو شمېره په ټول هيواد کې ٣زره کورنيو ته رسېده ، چې زر کورنۍ يې د بېلابېلو ستونزو له امله هندوستان ته تللې دي .

 

 

  

 

 

 

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version