ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فيضى: امريکايي ځواکونه د بګرام زندان له هوکړې سرغړونه کوي

19 Nov 2012 - 18:26
19 Nov 2012 - 18:26

کابل ( پژواک ٢٩لړم ٩١): افغان حکومت وايي، چې په بګرام زندان کې د امريکايي ځواکونو لخوا د افغان بنديانو ساتل ددې زندان په اړه له شوې هوکړې ښکاره سرغړونه او د افغانستان د ملي حاکميت نقضول دي.

افغان او امريکايي چارواکيو د تېر کال په کب مياشت کې هوکړه وکړه، چې د بګرام زندان ټولې چارې او بنديان افغان دولت ته وسپاري، چې له مخې يې د روان کال د وږي په ٢٠ مه ددغه زندان چارې افغان لوري ته وسپارل شوې، خو چارواکي وايي ،چې لا هم ځينې کسان له امريکايانو سره بنديان دي.

د ملي دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، اوسمهال د بګرام په زندان کې  له ٦٠٠ ډېر افغان بنديان د امريکايي ځواکونو په توقيف کې دي،چې د شوي هوکړې له مخې، بايد افغان لوري ته سپارل شوي واى.

د ولسمشر حامد کرزي وياند ايمل فيضي نن په کابل کې يوې خبري ناستې ته وويل، چې امريکايي ځواکونو په بګرام کې دوه ډلې افغانان په بند کې ساتلي دي.

ده وويل، يو يې هغه افغانان دي، چې په اړه يې اسناد او شواهد نشته ، خو امريکا يې ځان ته ګواښ بولي او د “اداري توقيف” په نامه يې د نامحدودې مودې لپاره په بند کې ساتل غواړي.

دده  په وينا، دويمه ډله تر ٧٠ تنو ډېر هغه افغان بنديان دي، چې د افغانستان محاکمو برائت ورکړى.

فيضي وايي ،چې دواړه موارد د افغانستان د نافذه قوانيو  پر خلاف دي.

ده زياته کړه:” دغه بله کټه ګوري زندانيان ، چې په هغه اوله کټه ګوري کې نه حسابېږي، افغانان دي او ددوى په باره کې د افغانستان محکمې قطعي حکم صادر کړى او برائت يې ترلاسه کړى دى دا بايد په هر حالت کې خوشې شي، دوى که تر اوسه پورې ساتل شوي  په صراحت سره ښکاري کوي، چې د هغه تفاهنامې نقض دى او د افغانستان د ملي حاکميت نقضول دي.”

ده وويل ،چې دوه مياشتې وړاندې ولسمشر کرزي او د امريکا د متحده ايالتونو ولسمشر باراک اوباما سره د ويډيو کنفرانس له لارې ددې موضوع پر سر خبرې کړې وې، خو هغه مهال اوباما د ټاکنيزو بوختياوو له امله له کرزي دوه مياشتې وخت غوښتى وو، ترڅو په دې اړه پرېکړه وشي.

فيضي وايي ، چې دوه مياشتې پوره شوې دي او د افغانستان حکومت پر خپل پخواني دريځ ټينګ ولاړ دى، چې ددې زندان ټولې چارې او بنديان، افغان دولت ته وسپارل شي.

ده زياته کړه:” ددې ستونزې د هوارولو لپاره کېداى شي، چې د دواړو هېوادونو چارواکي او مسوولين سره مذاکره وکړي او دې ته له حقوقي لحاظه د حل لار پيدا شي، ترڅو زموږ نافذه قوانينو ته په کتو او مطالعې سره دغې ته چې يوه حقوقي ستونزه ده، يوه د حل لاره پيدا شي.”

ده وويل، چې تېره ورځ په ارګ کې د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ جوړې شوې عدلي او قضايي غونډه کې پر همدې موضوع بحث وشو.

نوموړى وايي ، چې ولسمشر د ملي دفاع وزارت، لويې څارنوالۍ او د بګرام زندان قوماندان ته دنده وسپارله، چې د بګرام زندان د ټولو چارو د پوره افغاني کولو هڅې ګړندۍ کړي.

همداراز د ولسمشر د وياند له دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې عدلي او قضايي غونډې ته د بګرام زندان په اړه د افغان چارواکيو له معلوماتو څرګنده شوه ، چې امريکايي ځواکونو د لاسليک شوې موافقتنامې پرخلاف نور نوي کسان هم  بنديان کړي دي.

د فيضي په خبره ، ولسمشر د امريکايي ځواکونو دغه کار د بګرام په اړه له شوې هوکړې ښکاره سرغړونه وبلله.

 د ولسمشر وياند همداراز په نننۍ ناسته کې هيله څرګنده کړه ، چې د بګرام زندان د چارو او بنديانو پرسر د افغان او امريکايي چارواکيو د نظر اختلاف به، پر هغو خبرو اغېز ونه کړي ، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنيتي همکاريو د تړون پر سر پيل شوې دي.

ده وويل ،چې افغانستان له امريکا سره امنيتي تړون او اړيکو پراختيا غواړي، خو د افغانستان ملي حاکميت او ملي ګټې هغه سرې کرښې دي، چې په اړه به يې هېڅکله معامله ونشي.

فيضي همداراز د يوې پوښتنې په ځواب کې پاکستان ته د افغانستان د سولې د عالي شورا سفر ګټور وباله او ويې ويل، چې د لومړي ځل لپاره پاکستان ددې شورا په غوښتنه ځينې طالب بنديان خوشې کړل.

ده د پاکستان دا کار په افغانستان کې د سولې په برخه کې مثبت ګام وباله او هيله يې څرګنده کړه،چې نور طالبان دې ته وهڅېږي ،چې د سولې له پروسې سره يوځاى شي.

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version