ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندوز او تخار کې پنځه تنه ووژل شول

25 Nov 2012 - 17:01
25 Nov 2012 - 17:01

 کندوز (پژواک ٥ لېندۍ ٩١): په تخار ولايت کې پر يوه کور د وسلوالو غلو د بريد او په کندوز کې له ناقانونه وسلوالو سره د نښتې له امله پنځه تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

 دتخار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عبدالخليل اسير پژواک اژانس ته وويل، د بنګي ولسوالۍ د سياب سيمې پر يوه کور د وسلوالو غلو په بريد کې، چې تېره شپه ترسره شو، د کور خاوند وژل شوى دى.

 هغه زياته کړه، چې د کور خاوند له ځان نه د دفاع په موخه غوښتل پر غلو ډزې وکړي، خو د هغوى له خوا په ځوابي ډزو کې ووژل شو.

 اسير زياته کړه، چې په دې پېښه کې د ياد کور يو مېلمه ټپي شوى او غله د کوم شي له وړو پرته تېښتېدلي دي.

 سرچينې ادعا وکړه، ياد غله له سيمې پرېښودو وروسته د يوه نامعلوم علت له امله په شخړه اوښتي، چې يو تن په کې وژل شوى او بل ټپي دى.

 خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي، چې د دوى ملګرو د بنګي ولسوالۍ پر مرستيال محمد يونس د سياب په سيمه کې بريد کړى، چې په کې د ملي امنيت يو کارکوونکى قيام الدين وژل شوى او موټر يې هم له منځه تللى دى.

 مجاهد د محمديونس د برخليک په اړه بې خبري ښودلې او د تخار چارواکي د طالبانو ياده ادعا، چې ګواکې د بنګي ولسوالۍ پر مرستيال يې چاودنه کړې، ردوي.

 له بلې خوا د کندوز ولايت د خان اباد ولسوالۍ مرستيال قدرت الله ساپي وويل، وروسته له هغه چې ياد غله له بنګي ولسوالۍ خان اباد ته راغلل له يوې ناقانونې وسلوالې ډلې سره په نښته کې ښکېل شول.

 هغه وويل، په دې نښته کې له دواړو لورو درې تنه ووژل شول او يو بل کس امنيتي ځواکونو نيولى دى.

 خان اباد له بنګي سره په څنګ کې پرته ولسوالۍ ده، خو د چارواکو په وينا، چې کله ناکله وسلوال غله او مخالفين له دې لارې څخه خان اباد ولسوالۍ ته ور اوړي.

 ويل کېږي چې درې مياشتي وړاندې له خان اباد ولسوالۍ پرته د کندوز ولايت ټولې امنيتي چارې له بهرنيو څخه افغان ځواکونو ته وسپارل شوې.

 د دغه ولايت د سولې عالي شورا رييس اسدالله عمرخېل وايي، چې د خان اباد ولسوالۍ د امنيت چارو د نه سپارلو يو لامل همدا د ناقانونه وسلوالو ډلو فعاليتونه دي.

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version