کندهار( پژواک ٧ليندۍ ٩١): د کندهار د والي وياند وايي ، سيمه ييزو پوليسو په دې ولايت کې ٦وسلوال طالبان او درې مشکوک کسان نيولي او د طالبانو يو قوماندان يې وژلى دى.
د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول احمد جاوېد فيصل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې سيمه ييزو پوليسو تېره شپه ددې ولايت د ژيړۍ او پنجوايي ولسواليو تر منځ د بدوانو په کلي کې عمليات تر سره کړل .
دده په وينا، په دې علمياتو کې د پنجوايي لپاره د وسلوالو مخالفينو پوځي مسوول ، چې په (وري) مشهور و، وژل شوى دى .
هغه د نورو جزيياتو له ورکولو پرته وويل ، چې په دې عملياتو کې له نيول شويو کسانو څخه ٦ تنه د وسلوال مخالفينو لوړ پوړي او منځ پوړي کسان دې او درې نور يې له طالبانو سره د لاس لرلو په شک نيول شوي دي.
دى وايي ، چې په ياده سيمه کې د تلاشۍ پر مهال ٥ لاسي بمونه، چاودېدونکي ډبې او دوه کلاشنکوفونه هم پوليسو ته په لاس ورغلي دي .
وسله والو طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي.
Views: 5
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن