ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

روسیه : ناټو افغانستان کې د نشه یی توکیو د قاچاق په مخنیوي کې پاتې راغلې

27 Nov 2012 - 17:22
27 Nov 2012 - 17:22

 کابل ( پژواک ۷ لیندۍ ۹۱ ) : د روسيې د نشه یی توکیو پر ضد د مبارزې ادارې پر ناټو ځواکونو نیوکه کړې، چې له افغانستان څخه د نشه یی توکیو د قاچاق په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.

د روسيې د نشه یی توکیو پر ضد د مبارزې د فدرالي ادارې مشر ویټور اوانوف د لیندۍ په ۷مه، ویلي ، چې په زیاته کچه په افغانستان کې د نشه یی توکیو تولید اروپایي اتحادیې لپاره یو ګواښ دی او ناټو هم دا ستونزه منلې ده.

هغه زیاته کړې، چې د اروپایي اتحادیې اړونده هیوادونه،  نه شي کولى له اروپا څخه بهر ددې پر ضد مبارزه وکړي.

اووانوف ویلي ، چې روسیه دې ته چمتو ده، چې ددې ستونزې په برخه کې له ناټو سره همکاري وکړي، خو شکایت یې وکړ، چې ناټو نه غواړي ددوی دادارې یوه استازي ته په بروکسل کې ونډه ورکړي.

روسیې په داسې حال کې دا شکایت کړی، چې لسګونه زره امریکایي او ایساف سرتیري له ۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانستان کې د طالبانو او نورو وسلوالو ډلو پر ضد جنګیږي.

له دغو وسلوالو ډلو څخه یې ډیری دافغانستان په سویل کې د نشه یی توکیو په کر، تولید او قاچاق کې لاس لري او د ملګرو ملتونو دیوه راپور له مخې، دغه وسلوالې ډلې هر کال ۱۵۰ میلیونه ډالره له دې لارې ترلاسه کوي.

روسیې اندیښنه ښودلې ، چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته، چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي، نو د نشه یی توکیو قاچاق به نور هم زیات شي.

د روسيې د نشه یی توکیو پر ضد د مبارزې ادارې مشر وایي ، چې روسیې تل په دې برخه کې مرسته کړې او د ۲۰۱۰ کال پر مهال یې له امریکایي ځواکونو سره په ګډه عملیات وکړل او د نشه یی توکیو د تولید څلور لویې فابریکې یې له منځه یوړې. 

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، هر کال په روسیه کې سل زره خلک د نشه یی توکيو د کارونې له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version