ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سپینه ماڼۍ : تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې دامریکایی سرتیرو په اړه پریکړه نه ده شوې

27 Nov 2012 - 17:24
27 Nov 2012 - 17:24

واشنګټن ( پژواک ۷ لیندۍ ۹۱ ) : سپینه ماڼۍ وایي، چې ولسمشر بارک اوباما تر ۲۰۱۴ زیږدیز کال وروسته په افغانستان کې د پاتې کیدونکو امریکایي سرتیرو د شمیرې په اړه پرېکړه نه ده کړې.

پرون ځینو امریکایي رسنیو خبر ورکړی و، چې امریکا پلان لري، چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته لس زره سرتیري په افغانستان کې وساتي.

رسنیود امریکایي چارواکو په حواله لیکلي وو، چې په افغانستان کې دامریکایي ځواکونو لوی قوماندان جنرال الن سپینې ماڼۍ ته د ۶ زرو او ۱۵ زرو ترمنځ سرتیرو د پاتې کولو مشوره ورکړې وه.

خو د سپینې ماڼۍ ویاند جی کارني پرون دیوې خبري غونډې پر مهال خبریالانو ته وویل، چې ولسمشر بارک اوباما تر اوسه په دې اړه کومه پرېکړه نه ده کړې.

هغه زیاته کړه ، چې ولسمشر اوباما په دې اړه پر دوو وړاندیزونو غور کوي، په افغانستان کې دوامداره پاتې کیدل او دافغان ملي ځواکونو روزنه.

نوموړی وایي : (( د روزنې پروسه به تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم روانه وي.))

د سپینې ماڼۍ ویاند په ډاګه کړه، چې تر اوسه په دې اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې، خو زیاته یې کړه، چې هیواد یې پخپلې ژمنې ولاړ ده، چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته خپل ټول جګړه ییز ځواکونه له افغانستان څخه اوباسي.

د کارني په وینا، دا چې دغه جګړه ییز ځواکونه به کله او په کوم سرعت سره له افغانستان څخه ویستل کیږي، په راتلونکو اوونیو او یا هم میاشتو کې به یې په اړه ولسمشر پریکړه وکړي.

بلخوا د امریکا  ددفاع وزارت اعلان کړی، چې  ډیر ژر به په افغانستان کې د پاتې کیدونکو امریکایي سرتیرو په اړه کومه پرېکړه وشي.

د دفاع وزارت ویاند جیورج لیټل ویلي ، چې دا له وخته ډیر مخکې ده، چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته د پاتې کیدونکوسرتيرو  په اړه اوس پرېکړه وشي .

 د هغه په وینا، ټاکل شوې ده، چې ددفاع وزیر لیون پنیټا نن په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو لوی قوماندان جنرال جان الن سره په دې اړه مشوره او خبرې وکړي.

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version