ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې د عبدالصبور د اعدامېدو پر ضد لاريون وشو

27 Nov 2012 - 13:41
27 Nov 2012 - 13:41

جلال اباد (پژواک ٧ لېندۍ ٩١): په جلال اباد ښار کې د ملي اردو دپخواني سرتېري عبدالصبور د اعدامېدو پر ضد نن بيا لاريون وشو.

د عبدالصبور په نوم د ملي اردو دغه سرتېري د ١٣٩٠ لمريز کال د مرغومي په ٣٠مه د کاپيسا ولايت په تګاب ولسوالۍ کې د ايساف پر فرانسوي سرتېرو ډزې وکړې ، څلور تنه يې ووژل او ١٥ نور ټپيان شول.

د ملي دفاع وزارت د چنګاښ په ٢٧مه ويلي و ، دغه سرتېرى ، چې صبور نوميږي، په کابل کې د سېلاب قول اردو له خوا لومړنۍ محکمه ترسره شوه او د اعدام په سزا محکوم شو، چې وروسته استيناف محکمې هم نوموړي ته د اعدام د سزا تاييد کړى و.

د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې د پوهنځي محصلينو نن (د لېندۍ ٧ مه) په جلال اباد ښار کې د لاريون په ترڅ کې وويل، چې که د پنجوايي د پېښې عامل محاکمه نه شي او  د ملي اردو سرتېرى عبدالصبور اعدام شي، د ننګرهار پوهنتون به وتړل شي او  په پراخه لاريونونو به پيل وکړي.

ياد لاريون، چې نن سهار ١٠ بجې پيل شوى و، شاوخوا يو ساعت يې دوام درلود او محصلينو مرګ پر اسراييلو او مرګ د افغانستان پر محاکمو شعارونه ورکول.

يو لاريون کوونکي عنايت الله پژواک اژانس ته وويل،که چېرې عبدالصبور اعدام شي، نو دا به يو ملي پاڅون ته لاره هواره کړي.

د هغه په وينا، لومړى دې په امريکا کې هغه امريکايي سرتېرى اعدام شي، چې عام افغان ماشومان، ښځې او سړي يې وژلي دي.

شاوخوا شپږ مياشتې مخکې يوه امريکايي سرتېري د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې ١٧ عام افغانان ووژل، دغه سرتېرى امريکا ته لېږدول شوى او دا مهال يې محکمه روانه ده.

د لاريون په پاى کې يو پرېکړه ليک هم ولوستل شو، چې په کې پر فلسطين د اسراييلي

ځواکونو بريدونه، پر عبدالصبور د اعدام د حکم او  پر افغاني خاوره د پاکستان او ايران د بريدونو غندنه شوې وه او هم يې پر افغان دولت غږ وکړ، چې نور د اداري فساد په کلکه مخنيوى وکړي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version