ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني ډېرى خلک د واورې وختي پيل ته خوښ دي

28 Nov 2012 - 16:47
28 Nov 2012 - 16:47

غزني ښار (پژواک ٨ لېندۍ ٩١): په غزني کې له وخت مخکې د واورې اورښت ته يو شمېر خلک خوښ دي، خو ځيني نور يې بيا د زيانونوخبره کوي.

نن (د لېندۍ ٨ مه) د سږ کال لومړنۍ واوره ده، چې د غزني په ګډون د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې وشوه.

د غزني اوسېدونکي وايي، چې په تېرو څو کلونو کې دا لومړى ځل دى، چې په غزني کې دومره وختي واوره کېږي، دا واوره که څه هم زيانونه له ځان سره لري، خو که چېرې د ژمي تر وروستيو ورځو پورې همداسې په مدار سره وشي، راتلونکى کال به ډېر اباد وي.

د غزني ښار اوسېدونکي ۶۰ کلن ګل داد پژواک اژانس ته وويل، چې پخوا به د مرغومي تر مياشتې واوره نه کېده او يا به هم د لېندۍ مياشتې په وروستيو کې لږه وشوه، خو سږ کال ډېره وختي واورېده.

نوموړي زياته کړه: ((ګټه يې دا ده، چې اوس هوا يو څه ګرمه ده، کله چې دا واوره اوبه شي، نو کارېزونو ته ډېره ګټه رسوي او که چېرې داسې دوامداره وشي، نو پر حاصلاتو ډېر مثبت اغېز کوي.))

د هغه په وينا، سږ کال په غزني کې د اوبو لپاره د دولت له لوري يو شمېر واړه بندونه هم جوړ شوي او کله چې د دې واورې اوبه په کې راټولې شي، نو د کارېزونو اوبه به په راتلونکي کال کې ډېرې شي.

خو د غزني ځيني نور خلک بيا وايي، چې سږ کال په غزني کې واوره له وخته وړاندې شوې او د دې واورې له اورښت سره زيانونه هم مله وي.

د اندړو ولسوالۍ د رشيدخېلو سيمې اوسېدونکي بزګر عبدالهادي پژواک اژانس ته وويل، کوم غنم، چې دوى د راتلونکي کال لپاره کرلي، د ځمکې پر سر شنه ولاړ دي.

د هغه په وينا، د واورې په کېدو ښايي هوا نوره هم سړه شي او کرل شوي غنم به يخ ووهي او ډېر لږ به يې زرغون شي.

نوموړي زياته کړه: ((سږ کال مې ۶۰ پټيه غنم کښت کړى دى او ټول شنه ولاړ وو، د ځمکې پر سر د ټولو خلکو غنم شنه ولاړ دي، خو دا ده، نن واوره وشوه، ټول د واورې لاندې شول او زيات امکان د دې شته، چې يخ يې ووهي.))

دغه راز د غزني د ده يک ولسوالۍ يو اوسېدونکى حميدالله بيا وايي، يو شمېر خلکو تر اوسه د دې لپاره، چې هوا يو څه توده وه، د انګورو باغونه تر خاورو لاندې نه دي کړي.

هغه زياته کړه: ((نيم باغ مې همداسې لوڅ پاتې دى، هېڅ مې نه دى پټ کړى، اوس واوره پرې وشوه، وېرېږم، چې د انګورو تاکونه مې يخ ونه وهي.))

د ده په خبره، د دوى غنم هم شنه ولاړ وو او که چېرې د واورې له اورښت سره ساړه هم زيات شي، نو زيات غنم به زيانمن شي.

خو د غزني د کرنې او مالدارۍ رييس سلطان حسين عباسيار بيا وايي، چې سږ کال په غزني کې واوره ډېره وختي شوې او دا پر حاصلاتو مثبت اغېز کوي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل: ((د نن ورځې واورې په اورښت سره د راتلونکي کال لپاره د خلکو هيلې زياتې شوې او زه په ډاډ سره ويلاى شم، چې په راتلونکي کال کې به په ټولو حاصلاتو کې ۳۰ سلنه زياتوالى راشي.))

هغه هم وايي، چې که د واورې له اورښت سره هوا ډېر سړه شي، نو يوڅه زيانونه به ورسوي، خو له زيانونو څخه به يې ګټه زياته وي.

د عباسيار په خبره، په دغه موسم کې د واورې د اورښت يوه ګټه دا ده، کومې ناروغۍ چې په غنمو او يا هم نورو حاصلاتو کې وي، له منځه وړي او بله ګټه يې دا ده، چې دا واوره د کارېزونو اوبه ډېروي.

د يادونې ده، چې د غزني په يو شمېر ولسواليو کې د واورې تر څنګ ښه بارانونه هم شوي دي، چې په دې سره د بزګرانو هيلې پيدا دي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version