کابل ( پژواک ٨ ليندۍ ٩١ ) : د ملي دفاع وزارت وايي، چې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ملي اردو پنځه سرتېري وژل شوي او لس نور ټپيان دي.
د ياد وزارت لخوا د ليندۍ په ٨ مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې د ملي اردو سرتېرو ته دغه مرګ ژوبله په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې اوښتې ده.
سرچينې زياته کړې، چې د باغيس په ابکمري ولسوالۍ کې د ماين په يوه چاودنه کې د ملي اردو درې سرتېري وژل شوي او ٧ ټپيان دي، دغه راز په لغمان او کندوز کې هم دوه سرتيري وژل شوي او په خوست ولايت کې درې نور سرتېري ټپيان شوي دي.
د ملي دفاع وزارت وايي، چې ټپي سرتېري روغتونونو ته لېږدول شوي او دهغوى روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوى دى.
وروسته له هغه ، چې تېر کال د يو شمېر سيمو دامنيت چارې افغان ځواکونو ته سپارل شوي ،د ملي پوليسو او ملي اردو سرتېرو د مرګ ژوبلې شمېره زياته شوې ده.
د ملي دفاع وزارت تېره اونۍ اعلان وکړ، چې د روان لمريز کال له پيل راهيسې د ملي اردو شاوخوا اته سوه سرتېري وژل شوي دي.
Views: 1638
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن