غزني ښار ( پژواک ٩ ليندۍ ٩١ ) : غزني ښار ته نږدې د نوغي په کلي کې پر ملکي موټر د ماين په چاودنه کې څلور عام وګړي ووژل شول.
د عبدالخالق په نامه د نوغي کلي يوه اوسېدونکي دليندۍ په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې چاودنه نن مازيګر ناوخته د عاشقانو په کلي کې شوې ده.
د هغه په وينا، چاودنه پر هغه ملکي موټر شوې، چې ديوې کورنۍ غړي د کوژدې مراسمو ته روان وو.
نوموړى وايي چې په دې چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون څلور تنه وژل شوي او يو تن ټپي دى.
د اندړو ولسوال محمد قاسم ديسيوال پژواک اژانس ته چاودنه تاييد کړل او ويې ويل چې په دې کې څلور تنه وژل شوي دي.
نوموړي د چاودنې مسووليت پر وسلوالو مخالفينو واچوله، خو وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د ماين چاودنو په پېښو کې د عامو وګړيو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده.
نن له غرمې مخکې د اروزګان په دهراوود ولسوالۍ کې د ماين په يوه چاودنه کې لس تنه عام وګړي ووژل شول، دغه راز نن په خوست او کندهار ښارونو کې هم دچاودنو له امله تر ١٥ زيات عامو وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
تر دې مخکې په تېره يوه مياشت کې د هلمند ولايت په بېلا بېلو ولسواليو کې د ماين په چاودنو کې لسګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن