ميمنه (پژواک ۱۳ لېندۍ ۹۱): په فارياب کې امنيتي چارواکو د څلور وسلوالو مخالفينو او د يوه ملکي وګړي له وژلو خبر ورکړ، خو وسلوال طالبان بيا وايي، چې اته دولتي سرتېري يې وژلي دي.
په فارياب کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو د لومړۍ لوا مطبوعاتي مسوول جګرن محمدرضا نن (د لېندۍ ۱۳مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه څلور مخالفين د المار ولسوالۍ په غلبله سيمه کې د ملي اردو، ملي پوليسو او عامه نظم ځواکونو په ګډو عملياتو کې وژل شوي دي.
ده وويل ، چې دغه مخالفين يې له امنيتي ځواکونو سره تر مقاومت وروسته له منځه وړي دي.
د سيمې يوه اوسېدونکي نورمحمد وويل، چې په دغو علمياتو کې پنځه نور وسلوال هم ټپيان شوي دي.
د ده په وينا، چې طالبان له غلبلې سيمې د المار ولسوالۍ شور دريای سيمې ته تښتېدلي، خو دولتي ځواکونه يې په لټه کې دي.
طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې د دوى کسانو د المار په ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو د عملياتو پر وړاندې مقاومت کړی، اته دولتي سرتېرې يې وژلي، يو ټانک او يو ينجر موټر يې هم ويجاړ شوي دي.
ده وويل، چې له تېرو څو ورځو راهيسې د المار په غلبله سيمه کې د دولتي ځواکونو او دوی ترمنځ سخته نښته روانه ده، چې د هغوی له هوايي بريدونو سره اوس هم دوام لري.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ ايساف ځواکونو په دغه ولايت کې د شوي ځانمرګي بريد د پلانوونکي او د ازبکستان د اسلامي تحريک د يوه مهم غړي شکرالله له وژلو خبر ورکړی و.
دغه بريد چې د لوی اختر په لومړۍ ورځ د ميمنې ښار د جامع جومات مخې ته ترسره شو، په کې له ۴۰ زيات ملکي وګړي ووژل شول او ۵۰ نور ټپيان وو.
بلخوا خوا بيا د طالبانو له لوري د يوه ملکي وګړي د وژل کېدو خبر ورکړل شو.
يوه چلوونکي هدايت الله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وسلوالو طالبانو تېره شپه د فارياب د دولت اباد ولسوالۍ په فتاح بابای سيمه کې لس مسافر وړونکي موټر درولي وو، په همدې مهال د کرولا موټر يوه چلوونکي هڅه وکړه، وتښتي، چې د طالبانو له خوا د پيکا په ډزو سره ووژل شو او ورسره ورور يې ټپي شو.
د ده په ووينا، وسلوالو طالبانو د موټرو مسافرين تلاشي کړل او ويل يې چې دوى د يوه سرتېري په لټه کې دي.
دغه چلوونکي وويل، چې طالبانو د مسافرو پيسې نه واخيستې، خو يو مسافر يې، چې په جېب کې يې د کلاشينکوف مرمۍ وموندل شوه، له ځان سره بوت .
د فارياب يوه امنيتي چارواکي چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله وويل، چې د دوی امنيتي ګزمه د دغو موټرو د درولو پر مهال په ساحه کې نه وه.
هغه ومنله، چې موټر چلوونکی وژل شوی او ټپي شوی کس د ميمنې ښار د څلورمې ناحيې اوسېدونکی و.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Views: 28
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن