ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني پوهنتون د دوو پوهنځيو د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه

4 Dec 2012 - 18:22
4 Dec 2012 - 18:22

 غزني ښار (پژواک، ١٤ ليندۍ ٩١): د غزني په پوهنتون کې د دوو پوهنځيو لپاره د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د لوړو زده کړو وزير عبيدالله عبيد، نن (د ليندۍ ١٤مه) غزني ته په يوه سفر کې په غزني پوهنتون کې د اقتصاد او شرعياتو د پوهنځيو لپاره د ودانيو د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښوده.

نوموړي وويل، د اقتصاد او شرعياتو لپاره ودانۍ په څلورو پوړونو کې په پاخه او اساسي ډول جوړېږي، چې لګښت يې شاوخوا ۵۱ ميليونه افغانۍ کېږي.

د ده په وينا، د دغې ودانۍ لګښت د لوړو زده کړو وزارت له پراختيايي بوديجې ورکول کېږي، چې د تدريسي خونو ترڅنګ به د غونډو تالار هم ولري.

ده همداراز د غزني پوهنتون لپاره د اداري ودانۍ او د ليليې لپاره هم يو ميليون امريکايي ډالره منظور کړل، چې کار به يې د راتلونکي کال په لومړيو ورځوکې پيل شي.

د لوړو زده کړو وزير زياته کړه، په پام کې لري، چې د ياد شوي پوهنتون لپاره د سپورټ لوبغالي، جومات، سړک، برېښنا، د اوبو رسولو پروژې هم ډېر ژر پيل کړي.

دى وايي، وزارت يې په پام کې لري ، چې د دې پوهنتون نږدې ۵۵ زده کوونکي د لوړو زده کړو په موخه بهرنيو هېوادونو ته واستوي، چې له دې ډلې څخه به يې ۳۰ سلنه نجونې وي.

د غزني والي موسى خان اکبرزاده د لوړو زده کړو له وزيره وغوښتل، څو د غزني پوهنتون لپاره نور پوهنځي هم منظور کړي.

ده وويل، اوس مهال د غزني پوهنتون يواځې ودانۍ لري، نه احاطه شوى دېوال لري او نه يې هم لاره پخه ده، چې له امله يې محصلين له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د غزني پوهنتون رييس قدير خاموش وويل ، چې په راتلونکي کال کې به د يادو شويو دوو نويو پوهنځيو لپاره نږدې ۲۰۰ محصلين جذب کړي.

خاموش زياته کړه، اوس مهال يې محصلين له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

 د ده په وينا:((زموږ محصلين ترانسپورټ نه لري،سړک يې خام دى، احاطه شوى دېوال، برېښنا، اوبه نه لري.))

د غزني پوهنتون په ۱۳۸۸لمريز کال کې جوړ شو، چې تر تېر کال پورې يې ودانۍ نه درلوده او محصلينو هم په کرايه مارکېټونو کې زده کړې کولې، خو تېر کال ورته د غزني د قلعه جوز په سيمه کې نوې ودانۍ جوړه شوه.

اوس مهال د غزني په پوهنتون کې د کرنې، ښوونې او روزنې په پوهنځيو کې نږدې ۱۴۰۰ محصلين زده کړې کوي.

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version